د جلغوزې حاصلات سږکال ۲۴زره ټنو ته رسېدلي دي چې په دې سره په روان کال کې افغانستان ۳۸۱ ټنه جلغوزې بهر ته صادر کړي دي. د جلغوزې ځنګلونه د هېواد په نهو ولایتونو خوست، پکتیا، پکتیکا، ننګرهار، کونړ، لغمان، نورستان، کاپیسا او کابل کې شتون لري چې تر دې مهاله یې ۴۴ زره هکټاره ځمکه نیولې ده.


شریک کړئ