راپورنه
-
د هلمند استازي او د دې ولایت په پوهنې ریاست کې یو شمېر سرچینې وایي، وسلهوالو طالبانو د هلمند په ډېریو ولسوالیو کې له ښوونځيو نظامي اډې او د خپلو ټپیانو د درملنې مرکزونه جوړ کړي، چې له کبله یې ۳۵ سلنه زدهکوونکي له زدهکړو بېبرخې شوي دي.د هلمند پوهنې ریاست سرچینې وایي، طالبان په..
د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح نن د مارشال محمد قسیم فهیم اووم تلین لمانځغونډه کې د امریکا بهرنیو چارو وزیر له لوري ولسمشر غني ته د لېږل شوي لیک په تړوا تند غبرګون وښود او زیاته یې کړه، موږ له وروستي لیک هېڅ وېره نهلرو، په دریځ کې به مو بدلون را نهشي، ځکه موږ با عزته سوله غواړو او په دې..
نن په کابل کې د افغان سولې او اوربند په تړاو د امن او ثبات دوه ورځنی کنفرانس پیل شو. د دې کنفرانس ګډونوالو په خپلو خبرو کې د ډيورند کرښې دواړو غاړو ته پراته افغانانو لپاره سوله او ثبات اړینه وبلله او ټینګار یې وکړ، چې پر دواړو خواوو دغه تپل شوې جګړه باید نوره ختمه شي.
په یاد کنفرانس کې د ګډون..
ولسمشر محمد اشرف غني وایي، د واک لېږد یوازې د ټاکنو له لارې کېدای شي او دغه راز ټینګار کوي، چې تر دې وړاندې هم پر کاغذونو ډېرې طرحې لیکل شوې دي، خو زموږ یوازینۍ وثیقه اساسي قانون دی.ولسمشر غني د ملي شورا اوولسمې تقنیني دورې په پرانستغونډه کې وویل، د افغانستان برخلیک په اړه هېڅوک..
په ولسي جرګه او ولایتي شورا کې د سمنګان د خلکو استازي وایي، په دې ولایت کې د یو شمېر پخوانیو جهادي قومندانانو نږدې ۵۰۰۰ نامسووله وسلهوال فعالیت لري. دغه اورپکي ځایي خلک ځوروي، وژنې کوي او ان د نظام لپاره سرخوږی دي.دوی وایي، د جمعیت او وحدت تنظیمونو پخواني قومندانان خپلو اورپکو ت..
افغانیې ته رسېدلي مالومات ښيي، کومانډو ځواکونو سږکال د ځانګړو عملیاتونو په ترڅ کې د وسلهوالو طالبانو اته زندانونه مات کړي، چې په پایله کې یې۱۲۰ نظامي او ملکي کسان ژغورلي دي.د ملي دفاع وزارت د مالوماتو له مخې، کومانډو ځواکونو د ۱۳۹۹کال په ترڅ کې په هرات، هلمند، لوګر، تخار، کندوز..
افغانیې ته رسېدلي مالومات ښيي، طالبانو نورستان کې د باج نه ترلاسه کولو له کبله ۲۳روغتیایي مرکزونه تړلي دي، چې له کبله یې په زرګونه کسان له روغتیایي خدمتونو بې برخې شوي دي.د مالوماتو پر بنسټ، نورستان کې د اهیډ" AHEAD " په نوم یوه داخلي موسسه چې ځایي اوسېدونکو ته روغتیایي خدمات..
د افغانیې لخوا راټولې شوې شمېرې ښيي، چې يوازې په کابل کې ۱۵۰زره په نشو روږدي کسان په کلني ډول د ۱۸میلیارد او ۹۰۰ میلیون افغانیو په ارزښت نشهيي توکي استعمالوي.د عامې روغتیا وزارت په کابل کې د معتادینو شمېر شاوخوا ۱۵۰ زره اټکل کړی او د هر روږدي د نشې منځنۍ کچه يې په ورځني ډول ۳۵..
ځايي مشران وايي، طالبان د جګړې لپاره د بسپنو او باج ترڅنګ اوس د انساني سرچينو په لټه دي، چې په مټ يې يوه سخته جګړه وګټي. دوی په باغران، واشېر، سنګين، نوزاد او نورو هغو ولسواليو کې جلبزار پيل کړی، چې د دوی تر ولکه لاندې دي.هره کورنۍ اړ ده چې طالبانو ته د جګړې لپاره يو کس ورکړي،..
وروسته له هغې چې په قطر کې د افغان سولې دویم پړاو خبرې له ځنډ سره مخ شوې او طالب استازو د روسیې په ګډون یو شمېر نورو هېوادونو ته سفرونه وکړل، اوس تازه افغان چارواکي د یادو هېوادونو په سفر وتلي، چې د سیاسي شنونکو په باور دا سفرونه د نړیوالې اجماع پیاوړي کېدو او قناعت ورکولو په موخه ت..
افغانیې ته رسېدلي مالومات ښيي، د هرات په مرکزي زندان کې د ۳۰۵۳ بندیانو له ډلې ۸۰۰ بندیان په نشو روږدي دي، چې د چارواکو په وینا ډېری دغه کسان دننه په زندان کې روږدي شوي دي.د هرات عامې روغتیا ریاست د نشهیي توکو غوښتنې د کموالي څانګې مشر زمری حصین وایي، په مرکزي زندان کې ۲۶سلنه بند..
د چارو شنونکي د افغانستان اسلامي جمهوريت مرکچي پلاوي او طالبانو ډلې ترمنځ د سولې خبرو بیاځلې پیل ته د شک او اندېښنې په نظر ګوري او وايي، که څه هم طالبان د نړیوالو د فشار له کبله د سولې خبرې پيل کړې، خو دوی به بيا هم هڅه وکړي، چې یوازې وخت ضایع کړي، ځکه طالبان به د دوحې تړون د ارزونې په تمه پاتې..
یوناما او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر د خپاره شوي راپور پر بنسټ د سولې د خبرو له پیل وروسته په افغانستان کې د ملکیانو په مرګ ژوبله کې زیاتوالی راغلی دي. د یاد راپور له مخې په ۲۰۲۰ کال کې د ملکي تلفاتو شمېر۸۸۲۰ تنه دی، چې له دې ډلې ۳۰۳۵ وژل شوي او ۵۷۸۵ ټپیان شوي دي.په داسې ح..
په ولسي جرګه او ولایتي شورا کې د هلمند د خلکو استازي وایي، وسلهوال طالبان په واشېر، باغران، سنګین، نوزاد او دیشو ولسوالیو کې د نشهیي توکو د پروسس نږدې ۲۰۰ لابراتوارونه لري.دغه لابراتوارونه په خورا عادي ډول جوړ شوي، چې له کلونو کلونو فعاليت کوي، خو ډېری يې د افغان امنيتي ځواکونو..
د افغانستان ولسي جرګې له نږدې دوه میاشتو بحثونو او دوه ځله رد وروسته نن د ۱۴۰۰ مالی کال بودجه، چې ټولټال ۴۷۳ میلیارده او ۴۱ میلیونه افغانۍ ده، د رایو په اکثریت تصویب کړه. د ولسي جرګې غړي وایي، ټولې مشروع غوښتنې یې منل شوي، نو ځکه خو یې د ولس په غوښتنه دا ځل بودجه تایید کړه.د ۱۴۰..
موټر چلوونکي، مسافر او سوداګر وايي، د دریو اوونیو په تېروېدو لاهم د کابل- کندهار لویه لار د موټر چلوونکو او مسافرو پر مخ تړلې، هیچا ته د تګ راتګ اجازه نه ورکول کیږي. د مالوماتو له مخې، د کابل-کندهار لويې لارې په اوږدو کې ۱۵۰ پلونه او پلچکونه طالبانو په بمونو الوزولي دي.
ټاکل شوې وه د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو تحریک ترمنځ د سولې دویم پړاو خبرې د جنوري په پنځمه پیل شي، خو د ۴۳ ورځو په تېرېدو طالبان لا هم د مذاکرې مېز ته نهدي حاضر شوي. سیاسي شنوونکي په دې باور دي، چې طالبان لا هم د فتحې خوبونه ګوري او غواړي له نظامي لارې واک ته ورسېږي.شن..
مالومات ښیي، چې په هرات کې ۱۰زره مېرمنې او ۲۵۰۰ ماشومان په نشهیي توکو روږدي دي، ډېری معتادې مېرمنې له ګاونډي ايران او ترکمنستان څخه بېرته را ستنې شوې کډوالې دي.د هرات د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي، په ورستیو څو کلنو کې داسې سروې، چې په کره ډول د معتادینو سرشمېر راټول کړي نه د..
د فاریاب ځایي چارواکي او ولایتي شورا وکیلان وایي، په فاریاب کې د طالبانو د ترهګریزو کړنو او فعالیتونو له کبله د دغه ولایت په ډېریو ولسوالیو کې نجونې یوازې تر شپږم ټولګي زدهکړې..
د امریکا ولسمشر جو بایډن له پنټاګون څخه د لومړۍ لیدنې پر مهال ویلي، ممکن د روان کال په می میاشت کې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل وځنډېږي.ښاغلي بایډن دغه راز د لومړي انتخاب په توګه په افغانستان کې د امریکا په ډیپلوماسي ټینګار کړی دی.بایډن دا هم ویلي، چې د امری..
راپورونه
د ناکامورا میراث (خدایي خدمتګاران)