په قطر کې د طالب استازو او امریکايي لوري ترمنځ روغه د روان ۲۰۲۰ ميلادي کال فبرورۍ په ۲۹مه د یوې هوکړې پر لاسلیک سره وشوه. هم‌مهاله په کابل کې د امریکا متحده ایالتونو د دفاع وزیر او د ناټو سرمنشي له افغان حکومت سره درې‌اړخیزه هوکړه چې په کې له افغا حکومت او خلکو د متواتر ملاتړ ډاډ څرګند شوی و، هم لاسلیک شوه.

افغان حکومت د اګېست په ۱۰مه د ۴۰۰ خطرناکو طالب بندیانو د ازادېدو فرمان لاسلیک کړ، چې سولې مشورتي لویې جرګې یې د خلاصون مشوره ورکړې وه. د بندیانو دې خلاصون د بین‌الافغاني مذاکرتو پر وړاندې ټول خنډونه لرې کړل او ټاکل شوې د ۱۳۹۹ کال زمري په ۲۶مه په قطر کې لومړی پړاو بین‌الافغاني مذاکرات ترسره شي.

تمه ده، چې دا مذاکرات به تلپاتې اوربند او پر هراخیزو مسایلو د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرو اترو ته زمینه برابره کړي، چې د ۴۰ کلنې جګړې د پای ته رسېدو زېری ورکوي. دا مخامخ خبرې د سولې نوی باب دی چې د سولې رسمي بین‌الافغاني بهیر تعریفوي.

افغانیه سوله: د افغانستان د سولې په اړه د وروستیو هلو ځلو، پرمختګونو، غبرګونونو، طرحو او نظریاتو لپاره په یو ځای د څار او تعقیب انلاین تم‌ځای دی. د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د هلوځلو، په دې تړاو د نورو ذیدخلو اړخونو د کارونو، ملاقاتونو نظارت او خپراوی، د سولې لپاره د افغان حکومت د لارې نقشه، د امریکا لیدلوری او د سولې په تړاو د ځانګړي استازي نظرونه، هڅې، د طالبانو موقف، د سیمې هېوادونو ونډه د همدې پاڼې له لارې تعقیبیږي.

تاسو به همدا راز په دې پاڼه کې هغه متخصصین او تحلیلګران هم وڅارئ، چې په متواتر ډول د سولې په اړه يې نظرونه او تحلیلونه خپریږي او دلته به د يادو تحليلګرانو معرفي هم وړاندې شي. ددې تر څنګ به ټول هغه اسناد او د سولې د مذاکراتو اړوند توکي ددې پاڼې په ځانګړي ځای کې وموندلی شئ.

په دې پاڼه کې به موږ د عامو افغانانو او ښاروندانو نظرونو، تبصرو ته هم ځای پرېږدو، دا فرصت به رامنځته کړو څو د ښاروندۍ ژونالیزم په مرسته یو ازاد ټرېبیون موجود وي، چېرې چې د هر چا غږ واورېدل شي.

بشري حقونه، ولسواکي، ښځو حقونه، د بیان ازادي، کثرت‌ګرايي او د ټولو اړخونو منل، د تېرو نولسو کلونو لاسته راوړنې او دې ته ورته موضوعات به د تحلیلونو، تبصرو، بحثونو او پرمختګونو په زمینه کې مطالعه کېږي.

میتودولوژي/ کاربڼه:

افغانستان په څلوېښتې کلنې جګړې او متواترو شخړو کې میلیونونه کسان وژل شوي، ټپیان شوي او ورک شوي دي. د سولې د ژورنالیزم د عامه پوهاوي او مالوماتو د شریکولو د میکانیزم په نظر کې نیولو سره موږ د سولې دا پروسه په لاندې څرنګوالي څارو:

  • «خبرونه» دا د سولې څار په ټرکر کې د سولې په تړاو ټول ترسره کېدونکي پرمختګونه، حادثې او خبرې خپریږي؛
  • «تحلیلونه، تبصرې، او نظرونه» په دې برخه کې د سولې په اړه له تیوري نیولې، بیا تر عملي او تاریخي ډګره ټول اړخونه مطرح کېږي؛
  • «ملټي‌مېډیا» په دې برخه کې د سولې اړوند انځوریز او غږیز نشرات خپریږي چې د سولې څار د برخې تولید به وي؛
  • «اسناد» تاسې به په دې ځانګړې کړکۍ کې د سولې په تړاو وروستي اسناد لکه هوکړې، پروګرامونه، لارنقشې او طرحې ولولئ.

په دې پاڼه کې به د ټولو خپرېدونکو توکو د نشر مدیریت د افغانیه د تحریریه پلاوي له لوري وي. تازه جزییات به د خبري څرنګوالي له مخې ټاکل کېږي.

خپرونکی:

افغانیه په ۱۳۹۸کال د میزان په ۱۶مه په کابل کې تاسیس شوه. موخه دا وه، چې د یوې انلاین خبري رسنۍ په حیث د ژوند، فکر او چاپېریال په مهمو او انساني مسایلو راپور او خبرو ته لاره پرانیزي. موږ غوښتل چې انسانپالنه، بشري حقونه او د عدالت مفکوره د نوي افغانستان لپاره د تازه هڅو، مفکورې او برنامې د بستر په ډول مطرح وي.

له افغانيې سره د اړیکې نیونې لپاره زموږ ځانګړو ارتباطي چینلونو ته ورشئ. د برېښنالیک، ټېلیفون، ټولنیزو رسنیو او لیکلو پیغامونو له لارې راسره اړیکې ټینګې کړئ.

برېښنالیک: info@afghania.net

شمېره: 0202500806

پر ټولنیزو رسنیو:

دافغان سولې اړوند تحلیلونه

د سولې مسایلو اړوند تحلیګران

د سولي اړوند خبرونه