Post Image

 د ځايي راپورونو له مخې په شمالي وزيرستان کې د يوې نادولتي  موسسې څلور ښځينه کارکوونکې د نامعلومو کسانو له لوري وژل شوې دي.
ځايي مالومات ښيي، د هدفي وژنو په دوه پېښو کې د څلورو ښځو په ګډون پنځه تنه وژل شوي او لس کسان تښتول شوي دي.
ځايي رسنيو د شمالي وزيرستان پولیس مشر شفيع الله ګنډاپور له قوله ويلي، په ميرعلي تحصيل کې څلور ښځې چې د يوې نادولتي ادارې کوونکې وې، يوه کلي ته تللې وې او وژل شوې دي. ده ويلي، دغو فعالانو د لاسي هنرونو په برخه کې کار کولو.
په ورته وخت کې وړمه شپه د شوه تحصيل په سيمه کې هم يو بريد شوی، چې يو کس وژل شوی، لس کسان برمته شوي دي. ځايي رسنۍ وايي، په دې وروستيو کې په شمالي وزيرستان يوځل بيا د نامنۍ پېښو زور اخستی، که څه هم څوک د دا ډول پېښو مسووليت نه مني، خو  تل  ددې ډول پېښو تر شا د پاکستان د استخباراتو او پوځ لاس ښکاري. ځايي فعالان ددې کارونو پړه په پوځ اچوي. دوی وايي، رياست غواړي سيمه نا ارامه کړي او دوی ترهګرو فعاليتونو ته لار برابره کړي، ترڅو له نړۍ څخه ددې کړنو په مټ مرستې ور خپلې کړي
دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب