Post Image

بلومبرګ خپرونې په خپل يوه راپور کې ويلي، له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل د ترهګرو ډلو نږدې کېدو او یو موټی کېدو ته لاره برابروي او سوله بې ثباته کوي.

ورځپاڼه زیاتوي، په سويلي اسيا، پاکستان، افغانستان او هند نيمه وچه کې ترهګرې ډلې په دې تمه دي، ترڅو امریکایي ځواکونه له افغانستان څخه ووځي او دوی خپل ورانکاره فعالیتونه پیل کړي.

بلومبرګ خپرونې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخوانۍ مرستیالې الیسسا ایریس له قوله لیکلي:

له اوږدې مودې دا ویره وه، چې دا ډول ډلې به د متحده ایالتو او نړیوالو وتلو ته انتظار وباسي، کله چې امریکا او نړیوال ووځي، دوی به افغانستان او سیمه بې ثباته کړي.

د سرچينې په خبره د طالبانو، لشکرطیبه، داعش، جیش محمد او نورو ټولو ترهګرو ډلو په یوځای کېدو امکان شته، د اټومې وسلو لرونکو هېوادنو، هند او پاکستان ترمنځ جګړه رامنځته شي.

دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب