Post Image

په خوست کې د ترسره کېدونکي ميليون جام سيالیو پر سر د شاپور ځدراڼ او کرکټ بورد جنجالونه لا هم پر ځای دي. د افغانستان کرکټ بورډ وایي، دغه سیالۍ جواز نه‌لري، خو د میلیون جام مسوولین ټینګار کوي، چې دوی درې مياشتې دمخه د کرکټ بورډ له سرپرست اجرايیوي رييس نظيم جار څخه اجازه اخستې او اسنااد په واک کې لري.
د یادو ناندریو ترڅنګ داسې انګېرنې هم شته چې ښايي کرکټ بورډ د لوبغاړو د روغتیا، امنیت، په فساد کې د ښکېلېدو او په یاد لیګ د مخکنیو پاتې پورونو له کبله نه غواړي دغه لیګ ترسره شي.
په ورته مهال افغانیې ته له یوې معتبرې سرچینې رسېدلي اسناد ښيي چې د میلیون جام لیګ تنظیموونکی او د کرکټ بورډ پخوانی کارکوونکی شېر اغا همکار په فساد کې ښکېل دی، نو ځکه ښايي کرکټ بورډ زړه ښه نه‌کړي چې دا لوبې وشي او ملي لوبغاړو ته په‌کې د لوبېدو چانس ورکړي.
دغه اسناد په ډاګه کوي چې ښاغلي همکار د دوو بهرنیو او ۳۹ کورنيو لوبغاړو څخه په APL سیالیو کې د کمېشن په ډول پیسې اخیستې وې، چې کرکټ بورډ پرې خبر او له بورډ یې لرې کړ، خو اخستې پيسې بېرته ترې تر لاسه او کسانو ته وسپارل شوې.

 د دې اسنادو له مخې، ښاغلي همکار د پاکستاني لوبغاړي عبدالرزاق څخه د ۵۰۰ ډالر، د ویسټ انډیز لوبغاړي سولومون‌مایر او د افغان ۳۹ لوبغاړو څخه یې له ۱۵۰۰ درهمو نيولې تر ۱۸۰۰۰ درهم اخیستي دي.
خو بل‌خوا د ميليون جام سياليو تنظيموونکی شېراغا همکار پر نوموړي دغه لګېدلي تورونه بې‌بنسټه بولي. ښاغلي همکار افغانیې سره خبرو کې وویل، کله چې دی له کرکټ بورډ څخه رخصت شو، نو خپل ټول حسابونه یې له دې بورډ سره تصفيه کړل او کليرېنس لېټر يې هم له يادې ادارې تر لاسه کړی.
دی هغه تورونه هم ردوي چې ګواکې له لوبغاړو یې پیسې اخیستې دي. د ښاغلي همکار په وینا، له کله چې د ميليون جام سياليو موضوع راپورته شوې، په دوی پسې تخريبونو زور اخيستی، شخصيت وژنه يې کېږي.

ښاغلی همکار وايي، که دی بلک لېست وي او يا هم د فساد کومه دوسيه یې لرله نو ولې په شپږيزه سياليو کې د مس عينک ټيم ډايرکټر او منيجر پاتې شوی دی.
دغه راز په کرکټ بورډ او هلته په خوست کې ځایي سرچینې وایي، چې د میلیون جام تنظیم‌کوونکي غواړي یادې مسئلې ته قومي او سمتي رنګ ورکړي، له همدې کبله دوی اوس هم خوست ته تللي او هلته د دې لوبو د ترسراوي لپاره کوښښونه کوي.
سرچینو افغانیې ته وویل، دغه لیګ له کرکټ بورډ څخه د څلورم او درېیم پړاو پوروړی دی. دوی وایي، چې که په دې جام کې د فساد اړوند څه پېښ شي، یا هم کوم لوبغاړي ته ځاني یا مالي زیان ورسېږي، نو ښايي د کرکټ نړیوالې شورا له‌خوا پر لوبغاړو او ان پر کرکټ بورډ بندیزونه ولګوي.
د میلیون جام تنظیموونکو د ډېرو غوښتنو وروسته کرکټ بورد اوس تازه د یادو لوبو د ترسره کېدو لپاره نوي شرطونه ایښي دي. بورډ ویلي، ميلیون جام لیګ له یادو اصولو او پروسې له بشپړېدو وروسته ترسره کېدلی شي.
۱-  د ميليون جام لیګ تنظيموونکي د کرکټ له هر څه وړاندې باید د تېرو کلنو پورونه پاک او تصفيه کړي.
۲-  د یاد جام تنظيموونکي بايد کرکټ بورډ ته د بانک ګرنټي يا ضمانت په توګه مشخص مقدار پيسې ورکړي.
 ۳-  د میليون جام تنظيموونکي بايد د کرکټ بورډ د فساد ضد يا انټي کرپشن کوډ د عملي کېدو شرايط مساعد او يقيني کړي.
۴-  د لوبغاړو د روغتيا او امنيت په برخه کې بايد د میليون ليګ موقف واضح او په اړوند يې له کرکټ بورډ سره په واضحو شرايطو توافق رامنځته شي.
۵- د میليون جام تنظيموونکي بايد له کرکټ بورډ سره رسمي قرارداد ونه‌لري او پر همدې بنسټ بايد د ګټو د تضاد مخه ونيول شي.
۶- تر هر څه وړاندې بايد د لوبغاړو ملي دندې (نشنل ډيوټي) ته لومړيتوب ورکړل شي.
۷- د شرايطو د پوره کېدو نه وروسته بايد د عدم اعتراض سند (NOC) اخيستلو لپاره کرکټ بورډ ته مراجعه وشي.
سرچینه وایي، د دې شرطونو له مخې د ملي ټیم لوبغاړی شاپور ځدراڼ د کرکټ ملي ټیم رسمي لوبغاړی دی او نه‌شي کولای چې په شخصي توګه دغه لیګ مخ ته یوسي. که غواړي چې دغه لیګ مخ ته یوسي نو باید د کرکټ بورډ څخه استعفا وکړي، ځکه دا بیا د کرکټ بورډ ګټو سره په ټکر کې راځي.
خو دا یادو شرطونو په غبرګون کې بیا د میلیون جام تنظیم‌کوونکی شېراغا همکار وایي، په خوست ولايت کې د ميليون جام سيالۍ د پیلېدو هڅې روانې دي، خو کرکټ بورډ په يوه او بله پلمه ستونزې جوړوي.
دی وایي: 
«درې مياشتې د مخه مو د کرکټ بورډ له اجرايوي رييس نظيم جار څخه اجازه اخستې، اسناد راسره دي. همدا ډول بانک ګرنټي مو ورکړې له دې اړخه هېڅ د اندېښنه نه‌شته. هغه اسناد مو هم  په خپلو رسمي پاڼو خپاره کړي دي.»
خو د دوی په پاڼو بيا يوازې د ۲۰۱۳ کال د لوبو ايجازه پرته ده، او د ميليون جام د  پنځم پړاو لپاره يوازې د کورنيو لوبو د مسوول له لوري په نوملړ کې د دوی د شاملولو لپاره لاسليک شوی دی.
همکار دغه راز زیاتوي، چې د ميليون جام سياليو لپاره یې پانګوال او د نشر لپاره ټلويزيون پيدا کړی، ددې ترڅنګ د ميليون جام په پای کې به ۱۴۰ لوبغاړو ته پيسې ورکړل شي، کرکټ بورډ ته هم له دې لارې پيسې ځي، خو اوس کرکټ بورډ ددې لوبو مخه نيسي، ځکه چې هلته د ځينو کړيو حق په کې نه‌شته.
د شېر اغا همکار په خبره، په افغانستان کې هرڅوک دا ډول لوبې تر سره کولای شي، دا کوم رسمي  لېګ نه بلکې يو شخصي هغه دی.
د ميليون جام دايروونکي وايي، که څه هم ددې سياليو پخواني پورونه د دوی اړوند نه دي، خو زياتوي موږ چمتو يو د ياد جام تېر او اوسني پورونه تصفيه کړو، د امنيت خوندي کول يې د امنيتي ځواکونو، والي او ځايي مسوولينو دنده ده، هغوی به په دې برخه کې مرسته وکړي، لومړی لوبه به په خوست، دويمه په ننګرهار، درېيمه په کندهار او نورو ولايتونو کې تر سره شي.
ټاکل شوې میلیون جام سیالۍ په خوست کې د راتلونکي نومبر په میاشت د کرکټ ملي لوبغاړي شاپور ځدراڼ، د کرکټ بورډ پخواني غړي شیر اغا همکار او د موبي ګروپ او چينار رسنيز مرکز په همکارۍ ترسره شي.
میلیون جام د کرکټ سیالۍ په ۲۰۱۳ کال کې پیل شوې وې، خو په ۲۰۱۶م کال کې د کرکټ بورډ له‌خوا د مالي بهران، کمزوري مدیریت، د کرکټ بورډ دوه کلنو مالي حقونو نه ورکول او د ملي لوبغاړو له اجازې پرته د لوبغاړو انځورونو او نومونو کارولو له کبله پرې بندیز ولګید. د مالوماتو له مخې په ۲۰۱۷م کال کې د بورډ د وخت مشر عاطف مشعل له لوري بېرته اجازه ورکړل شوه.
دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب