Post Image

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو تېره ورځ په یوه غونډه کې ویلي، ایران د القاعده شبکې غړو ته پنا ورکړې، د  اړیکو زمینه ورته برابروي او د پیسو په برابرولو کې ورسره مرسته کوي، دا ډله اوس د افغانستان د غرونو پرځای د ایران د حکومت تر څار لاندې پلازمېنه تهران کې خوندي پټنځيایونه لري.
ښاغلي پمپیو ویلي، له ۲۰۰۱ کال وروسته هغه مهال چې  امریکا پر افغانستان برید وکړ د اسامه بن لادن کورنۍ ایران ته لاړه او له ۲۰۱۵ کال راهیسې ایران د القاعده مشرانو ته د مالي ملاتړ، اوسېدو، اړیکو ، تبلیغاتو او جنګي پلاونو برخه کې اسانتیاوې برابروي.
نوموړي ویلي، داسې شواهد هم شته، چې د سپټمبر د ۱۱ نیټې پېښو کې له القاعده سره د ایران له مرستې پرده پورته کوي، ایران هغه مهال ځینو کسانو ته د سفر په موخه پاسپورتونه او نور مالي امکانات ورکړي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر همدا راز پر خپله ټویټر پاڼه په فارسي ژبه لیکلي، امریکا د ایران د خلکو تر څنګ ولاړه ده، د دوی د رژیم ظلمونه یې ښکاره کړي او هغه پیسې چې د ترهګرۍ ملاتړ په موخه کارول کېدې پر ایران یې درولي دي.
ورته مهال د ایران بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د مایک پمپیو د خبرو په ځواب کې پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، اوس خلک نه تېروځي هغه کسان چې د سپتمبر د ۱۱ برید يې کړی، منځني ختیځ کې د پمپیو د خوښې هېوادونو وګړي و، نه ایرانیان.
دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب