Post Image

کورنیو چارو وزارت وايي، جرمي شبکې د ځينو سیاستوالو او زورواکو ملاتړ له ځان سره لري او دوی هڅه کوي، چې د جرمي شبکو سیاسي او اقتصادي ملاتړي له مستند کولو وروسته ونیسي.

مالومات دا دي چې یوازې په تېره يوه نيمه اوونۍ کې په کابل کې تر ۲۵۰ زيات جنایي جرمونه ترسره شوي، چې په تړاو يې نېږدې ۲۰۰ کسان نیول شوي دي.

د افغانستان په لويو ښارونو کې د جرمونو کچه لوړه شوې. په کابل کې د همدې ستونزې د اوارې په موخه ګارنيزون په عمومي قومندانۍ واوښت، ترڅو د جنایي جرمونو ګراف را ټيټ کړي. دغه قونداني هڅه کوي، چې د موټرو تورې ښيښې پاکې کړي، بې اسنادو موټر ودروي او له هغو کسانو څخه وسلې را ټولې کړي، چې ناقانونه يې ګرځوي.


څوک ناقانونه وسلې ګرځوي؟ څوک په تورو ښيښو موټرو کې ګرځي؟ څوک يې ملاتړ کوي؟ ددې لوی داستان اصلي لوبغاړي څوک دي؟

دا مالومه ده چې زورواکان او لويې مافيايي کړۍ دا چاره د سياسي، اقتصادي او ان ځينو حکومتي کړيو او افرادو تر سيوري لاندې مخته وړي. د دوی تر شاه د داسې افرادو لاس دی، چې ډېر کم قانون ته غاړه ږدي او يا هم د قانون په پنجو کې بنديږي. دغو کړيو د ځانونو لپاره امن ځايونه او شبکې جوړ کړې، چې رسوا کول او ځپل يې اوس سخت شوي، ان کله ناکله خو دا ډلې ټپلې د نظام لپاره په لوی سرخوږي بدل شي.

ډېری وخت جرمي شبکې د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره له ترهګريزو ډلو ټپلو سره همکاري کوي، که حکومت د لويو ترهګريزو شبکو له منځه وړل سخت بولي، په ښارونو کې د داسې جرمي کړيو مخنيوی خو بيا دومره ستونزمن نه دی، لا اقل ښاري ژوند دې تر يوه بريده خوندي شي، ځکه ددې بانډونو مشران تر لمر روښانه پېژندل شوې د ګوتو په شمار څېرې دي. که حکومت په دومره زور او ځواک داسې کړۍ نشي نيولای او مهار کولای، نو بيا به څنګه د ياغي طالب، چې د سيمې او نړۍ استخبارات يې تر شا ولاړ دي، مهار کړي.

په کليوالو سيمو کې د طالب او ترهګر جګړه روانه ده، په ښارونو کې د مافيايي کړيو او زورواکانو راج او باج چليږي. په ښارونو کې د خلکو سر او مال د دې ډلو له لاسه خوندي نه دی، د ښار هره برخه د وحشت په جزيره بدله شوې، به رڼا ورځ غلاوې، شوکې او چور روان دی، نه سر خوندي دی نه مال.

تر ډېره ددې څه پړه په امنيتي مسوولينو اوړي، که دوی وظيفوي غفلت ونه کړي، که دوی له دې بانډونو سره لاس يو نه کړي، په هېڅ ډول داسې کومه پېښه نشي رامنځته کېدای او نه هم دا شبکې دومره پړسېدای شي.

اساسي ستونزه همدا ده، چې يوشمېر امنيتي مسوولين په دې پېښو خبر دي او ان يو ډول ښکېلتيا يې په کې ليدل کېږي، ځکه هره حوزه کافي اندازه امنیتي سرتري او ګزمې لري. که امنيتي مسوولين د خوب او شخصي بنډارونو پر ځای په کار بوخت شي، ډيسپلين او مقرراتو ته غاړه کېږدي، مسوولين خپل عسکر تر نظر لاندې وساتي، د شپې له ګرمې بسترې راپاڅي، خپل اړوند کمربندونو او سيارو ګزمو احوال واخلي، هېڅ کله به داسې ناوړه پېښې رامنځ ته نشي، ان په دې ډول د لويو ترهګريزو د بريدونو مخه هم نيول کېدای شي.

لوی غم همدا دی، چې تر ډېره د پوليسو په ليکو کې د جذب او ماموريت لپاره لياقت، ډيسپلين او نظامي پرټوکول پر ځای، اړيکې او د ګټو شراکت پالل کېږي، دا شراکتونه د ځينو کړيو له لوري د فشارونو په توګه له کلونو کلونو همداسې پاتې دي.

که د مکافات او مجازات سيستم وای، که په کابل کې له ۱۵ کلونو بوخت نازدانه پوليس د يو مهال لپاره د هلمند نادعلي، واشېر او د هلمند پوليس بدخشان وردج او واخان ولسواليو ته استول کېدای، ددې ستونزې مخه به وختي نيول شوې وای، دا کړۍ دومره نه پراخه کېدې، ښارونه د وحشت په جزيرو نه بدلېدل، ژوند دومره نه تريجېده.

په ټوله کې اوبه له پاسه خړې دي، په فساد کې ښکېل مسوولين به څنګه غاړه وباسي، پوليس يې خپلو مسوولينو او مشرانو ته راټولوي، مشران يې بيا ترځان پاس کسانو او هغوی ته رسوي، چې پر دوی يې د مقررۍ احسان کړی دی. که دا لړۍ همدلته ختمه شي، ټوله کيسه به پای ومومي، نه دا جرمي شبکې پړسيږي او نه هم ښارونه له خوندي او امن حالت په اوسني وحشتناک هغه بدليږي.

د کورنیوچارو وزارت د اصلاحاتو لړۍ د چټکوالي خبر ورکوي او یوازې د ۱۳۹۹کال په تېرو دونیمو میاشتو کې يې خپل ۲۰۰ نظامي او ملکي منسوبین د بېلابېلو جرمونو په تور څارنوالۍ ته معرفي کړي دي، دې کار ته بايد هغه وخت خوشبين شو، چې دا چاره روانه پاتې شي، تورن کسان د زندان د پنجرو شاته وراسته شي. تېر کال هم تر ۱۱۰۰ زيات مسوولين نيول شوي وو، خو ډېر يې شته چې اوس هم سرې سترګې ګرځي، نه يوازې دا چې د قانون په پنجو کې بند نه شول، بېرته يې دندې واخستې، د لوړو منسوبينو په څوکيو کېناستل. دا سمه ده، چې ډېری چارواکي به پاک وي، خو حالات دومره خراب شوي، چې پاک کسان به يا ميدان پرېږدي او يا به هم په دې مردار ګند کې لامبي.

ولس د عمري عدالت تمه نه لري، خو لااقل د يوه نسبي امن ژوند زمينه دې ورته برابره شي، سر مال او ناموس يې دې خوندي شي، دا کار کلکې اداردې او سپېڅليو مسوولينو ته اړتيا لري، چې ځينې تابو ګانې ماتې کړي، ځينې هغه په نقاب کې پټ سپېڅېلي شيطانان رسوا کړي، چې خپله جنتي ژوند کوي، خو وطن يې په سور اور اړولی دی.

دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب