Post Image

په ولسي جرګه او ولایتي شورا کې د سمنګان د خلکو استازي وایي، په دې ولایت کې د یو شمېر پخوانیو جهادي قومندانانو نږدې ۵۰۰۰ نامسووله وسله‌وال فعالیت لري. دغه اورپکي ځایي خلک ځوروي، وژنې کوي او ان د نظام لپاره سرخوږی دي.
دوی وایي، د جمعیت او وحدت تنظیمونو پخواني قومندانان خپلو اورپکو ته وسلې وېشلي او د خپلې سیمې د امنیت ساتنې تر نامه لاندې ناقانونه فعالیتونه ترسره کوي.
په ولسي جرګه کې د سمنګانو استازې محبوبې رحمت افغانیې ته وویل، د سمنګان ولایت ولسوالیو او سیمو ته په کتو د یادو وسله‌والو شمېر توپیر لري، دوی استدلال کوي، چې خپلې سیمې له دښمن څخه ساتي، نو د همدې لپاره یې وسلې پورته کړي دي، خو دوی له حقوقي او نظامي بنسټونو د وسلو د لېږد جوازونه نه لري.
د اغلې رحمت په وینا، دغه وسله‌وال ان په غلا او وژنو کې هم لاس لري، چې شمېر یې شاوخوا ۵۰۰۰ ته رسېږي.
ځایي سرچینې وایي، د دې وسله‌والو د موجودیت یو لامل په دې ولایت کې د پولیسو او امنیتي ځواکونو کمښت دی.  د دوی په وینا په دې ولایت کې پولیس یوازې ۵۴۰ پولیس لري، چې وسله‌والو ته یې د فعالیت زمینه برابره کړې ده.
دغه وسله‌وال حزبي او تنظیمي سوابق لري، یو شمېر یې د جهاد له وختونو پاتې شوې وسلې کاروي او ځینې نورو یې د خپلو تنظیمونو له‌خوا نوې وسلې ترلاسه کړي دي. د مالوماتو له مخې، په دې ولایت کې هر تنظیم خپل پلویان لري، خو یو شمېر خلک له ډېرې ناچارۍ دې ته اړ شوي چې له دوی سره یو ځای شي، او په مقابل ک یې بیا پیسې ترلاسه کړي.
د سمنګان ولایتي شورا منشي محمد عوض بیک اوغلي هم په یاد ولایت کې د وسله‌والو فعالیت مني او وایي، په ولسوالیو کې د وحدت تنظیم نفوذ لري او ګڼ شمېر وسله‌وال هم د دې تنظیم پورې اړوند دي، خو په مرکز بیا د جمعیت تنظیم اړوند وسله‌وال دي، چې د خپل ځان او سیمې د امنیت په نوم فعالیت کوي.
یوې ځایي سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، افغانیې ته د نامسووله وسله‌‌والو په اړه وویل، د سمنګان مرکز ایبک ښار په دره ژوندون کلي کې د جمعیت تنظیم مسوول اصف عظیمي چې د سیمې زورواکی دی، له ۴۰۰ تر ۵۰۰ وسله‌وال لري. دغه سرچینه وایي، چې زوراکی عظیمي د سیمو خلکو ته خبرداری ورکړی، چې په خپلو محفلونو کې د ساز نه غږوي، ښځې دې بازارونو ته له تګ راتګ ډډه کوي او بانکونو کې دې خپلې معاملې نه ترسره کوي، ګني مجازات کېږي.
د ولایتي شورا مرستیال محمد هاشم سروري افغانیې ته د یاد زورواکي فعالیت په اړه وویل، د اصف په نوم د جمعیت تنظیم مسوول په دره ژوندون کې  نږدې ۱۰۰ مسلح کسان لري:
نامسووله وسله‌وال د ځایي ادارو د کم کارۍ او ناغېړۍ له کبله فعالیتونه زیات کړي دي، دغه وسله‌وال په ټوله کې هم د پخوانیو قومندانانو پاتې شوي اورپکي دي او همدا راز یو شمېر یې اوس پیدا شوي او منسجم شوي دي.
ښاغلی سروري وایي،  که څه هم د یادو وسله‌والو شمېر کره نه‌دی، خو په لسګونه قومندانان په خپلو سیمو او کلیو کې له ۲۰ تر ۵۰ وسله‌وال ساتلي دي.
د سمنګان امنیه قومندانۍ بیا که څه هم په ولسوالیو کې د نامسووله وسله‌والو موجودیت او فعالیت مني، خو د شمېر په تړاو یې څه نه وایي. 
د یادې قومندانۍ ویاند منیر رحیمي افغانیې ته وویل، د سمنګان په مرکز کې اوسمهال هېڅ نامسووله وسله‌وال فعالیت نه کوي، څه موده وړاندې دوه ګروپونه چې ناقانونه وسلې یې درلودې بې وسلې شول:
موږ دا منو چې په یو شمېر ولسوالیو کې نامسووله وسله‌وال شته، خو هومره نه‌دي چې ولایت ته ګواښ پېښ کړي.
ومو غوښتل د یاد ولایت لپاره د پولیسو جوړښت په هکله له قومندانۍ وپوښتو خو د موضوع حساس والي لپاره یې په دې هکله له څه ویلو ډډه وکړه.
دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب