Post Image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، په بلخ ولایت کې د کبانو یو فارم چي د کبانو د یو میلیون بچیو تولید وړتیا لري، ګټې اخیستنې  ته وسپارل شو.

د یاد وزارت په  خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د یاد فارم د جوړلو چارې دوه کاله وړاندې د بلخ ولایت دهداي ولسوالۍ په کابو ۲۰ جریبه ځمکه کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې  «NHLP» له لورې پیل او نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

خبرپاڼه زیاتوي، د کبانو د بچیو د تولید کوم فارم، چې یو پانګوال ته جوړه شوې وه، د ګرمو اوبو د کبانو د بچیو پر تولید، تکثیر او خرڅلاو ته چمتو شوی.

په خبرپاڼه کې د یاد فارم څښتن حاجي خلیل له قوله لیکل شوي: په پيل کې د کبانو د بچیو د تولید او په بازار کې د پلور هیله نه‌وه، خو اوس چې دغه فارم په ثمر رسېدلی دی، ډېر خوښ یم.

 د بلخ ولایت یوشمېر کب روزونکي په دې ولایت کې د کبانو د بچیو د تولید  پیل هرکلی کړی او وایي،  چې ددې فارم په جوړېدو سره اوس اړ نه دي، چې له پاکستان او یا نورو ولایتونو څخه د کبانو بچي وپېري او دوی کولای شي، چې په ښه کیفیت او مناسبه بیې سره د حاجي خلیل د کبانو له فارم څخه د کبانو بچي تر لاسه کړي.

دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب