Post Image

د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هغه راپور د نيوکې وړ ګڼلی، چې په کې ويل شوي، هزاره او شیعه د افغانستان د نفوس له ۱۰ تر ۱۵ سلنه جوړوي.

په ياد راپور کې د افغانستان د وګړو ټول نفوس ۳۵،۷ میلیونه ښودل شوی دی، خو د ولسمشر دويم مرستيل ښاغلي سرور دانش د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له مسوولينو غوښتي، چې په دې اړه دې سرچينې ور سره شريکې کړي.

اصلي خبره دا ده، چې د وطن درېيم سړی ولې په داسې حساسو شرايطو کې د مذهبي او قومي جوړښتونو بحثونه راپورته کوي او په دې حساسو شرايطو کې داسې غږ وباسي، چې اړتيا يې نه ليدل کېږي.

له بل لوري، د ښاغلي دانش دفتر تر اوسه هم د خپلو قومي او مذهبي همپالانو د کره شمېر به تړاو مالومات نه لري، چې څومره دي، نو چې د وطن له درېيم کس سره دا شمېرې نه وي، بيا د څه لپاره غبرګون ښيي، داسې مسايل شاربي. د همدې مشرانو د بېغورۍ له امله تر اوسه د افغانستان د نفوسو کره شمېرې نشته، په دې برخه کې خو موږ هر وخت د نړيوالو مرستندويانو او يا هم نورو لويو سرويرانو کرم ته ناست يو، چې زموږ سر شمېرنه وکړي، نو ښاغلی دانش به څه ډول خپلې اوږې له دې درانه بار سپکې کړي او ولس ته به ځواب ووايي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزرات په راپور کې ویل شوي، په افغانستان کې د شعیه ګانو ۹۰ سلنه رهبران د هزاره توکم څخه دي، چې ګڼ شمېر یې جعفري او اسماعیلیه شعیه ګان دي.

په تازه مهال کې د بيات قوم مباريزو ځوانانو هم هڅې پيل کړې، چې د ځان لپاره خپل هويت ثابت کړي. دوی وايي، ولې په هزاره قوم پورې تړل کېږي او حقونه يې هم د هغوی ځينې مشخص کسان خوري. دا حقونه، له پوهنتون، بورسيو ، سيمه ييزو پروژو نيولې، تر څوکيو او مقامونو پورې، ټول هغه څه رانغاړي چې په يوه او بل نوم، ځينو مشرانو له دوو لسيزو خوړلي او لا يې هم د ا څه په خپل نوم کوي.

سرور دانش چې همدا اوس په دولتي دستګاه کې درېیم کس دی، څنګه د دې راپور یوازې په يوه برخه د نفوس په مسله موقف نیسي. افغانستان خو تر دې اخوا ډېرې کيسې لري. همدا اوس د سولې په برخه کې د امريکا او طالبانو په دريځ ولې چوپ دی، د ايران له لوري له افغانانو سره په شوي ظلم يې ولې سترګې پټې کړې، ګڼ نور داسې مسايل شته چې ښاغلی دانش پرې موقف نيولای شي او دا دريځ به يې د افغانستان دريځ هم وي.

ايا د دويم مرستيال په دفتر کې د ده له کورنۍ او ملګرو پرته د نورو قومونو او ټبرونو څوک ګمارل شوي، چاته د بورس او پوهنتون غم خوړل شوی، ځواب بيا هم نه دی.

 همدا اوس د ښاغلي دانش په دفتر کې د مشاورينو او رييسانو په حيث داسې کسان په دندو بوخت دي، چې رسماً په افغانستان کې د ملي مسايلو ضد دريځ نيسي.

 نور قومونه او مشران ځکه په دې تړاو غږ نه پورته کوي، چې بيا خو ملي شېرازه زيانمنيږي او دوی ځکه په دې برخه کې سپين سترګي شول، چې ګټې يې خوندي دي.

د سرور دانش د موقف ګيرۍ اساسي اړخ دا دی، چې دی د هزاره ګانو د استازیتوب لپاره پرته له دې چې هزاره پاتې شي، بل هېڅ هم نه لري.

په افغانستان کې دا ډول سياسي مشرانو  تل قومي، مذهبي او ژبني  بالښتونه تر سر لاندې اېښي، کله ورته ډډه ووهي، کله سر پرې کېږدي خوب پرې کوي او کله يې هم مالوچ د سروزرو په نرخ پلوري، که دا کار ونه کړي، بيا خو څوک پرې باور نه کوي او بله داسې کومه وسيله ور سره نشته، چې ځان پرې را پورته کړي او د ولس سترګو ته يې ودروي.

د افغانستان موقف به مالوم و، خو اوس هرڅوک له هره کونجه را پورته شي، افغانستان خو همدې څو ګوتو په شمار سياسي، مذهبي، قومي ټېکدارانو او پنډتانو ځپلی او تر نن پورې په کورني او نړيوال سټېج واحد دريځ نشي نيولای.

ايا ښاغلي دانش کله هم د افغانستان په يوه لرې پرته سيمه کې د يوه افغان انسان په درد غږ پورته کړی، ايا کله يې هم د هلمند په وژنو غبرګون ښودلی، ايا کله يې هم د بدخشان په وير اوښکې تويې کړې، ايا کله هم دانش او ورسره ټيم د هغو هزاره ګانو پوښتنه کړې او دوی يې راګرځولي، چې په سوريه او عراق کې پردۍ جګړې ګټي؟ ددې ټولو ځواب نه دی، نو بيا ولې د قوم او مذهب دا کارت په خورا حساسو او برخليک ټاکونکو شرايطو کې کارول کېږي.

دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب