Post Image

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ ( یوناما) مشره دیبورا لاینز د قطر پلازمینې دوحې ته تللې، تر څو هلته د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوي او طالب استازو سره د سولې راتلونکو ګامونو په تړاو خبرې وکړي.
د یوناما له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، دیبورا لاینز به دوحه کې د افغان سولې  ښکېلو خواوو او نړیوالو سره د سولې بهیر د راتلونکو ګامونو په تړاو هر اړخیز بحثونه ولري.
افغانستان کې د ملګروملتونو د سياسي دفتر(یوناما) مشرې داسې مهال دوحې ته سفر کړی، چې په دې وروستیو کې افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد کابل ته په خپل سفر کې په ترکیه کې د ملګرو ملتونو په مرسته د یوې جوړېدونکې غونډې او انتقالي حکومت طرحه راوړې.
همدا راز د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن ولسمشر محمد اشرف غني او د مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله ته یو لیک استولی او غوښتنه یې کړې، چې د نویو خبرو پر وړاندې خپل مثبت نظر څرګند کړي.
بل لورته د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له لوري یو بلنلیک خپور شوی، چې په کې ويل شوي، د روانې مارچ میاشتې په ۱۸مه نېټه به په مسکو کې د افغان سولې په تړاو یوه غونډه ترسره شي. په دغه بلنليک کې د افغان حکومت او ملي مصالحې شورا دوه دوه غړي، د سیاسي مشرانو۷ غړي او د طالبانو ۵ غړي بلل شوي دي.
دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب