Post Image

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح نن د مارشال محمد قسیم فهیم اووم تلین لمانځغونډه کې د امریکا  بهرنیو چارو وزیر له لوري ولسمشر غني ته د لېږل شوي لیک په تړوا تند غبرګون وښود او زیاته یې کړه، موږ له وروستي لیک هېڅ وېره نه‌لرو، په دریځ کې به مو بدلون را نه‌شي، ځکه موږ با عزته سوله غواړو او په دې لاره کې هېڅ ډول فشار ته نه تسلمېږو.
د ولسمشر لومړي مرستیال وویل، غوره ګڼم چې د طالب او پاکستان مرمۍ په سینه وخورم، خو په هېڅ قیمت د ولس پر سر معاملې ته چمتو نه یم. موږ امرانه او تحمیلي سوله نه منو او هېڅ کله د رسنیزې غوغا تر فشار لاندې نه راځو.
ښاغلی صالح   د اسلامي عالي شورا رامنځته کېدل د پاکستان له مدرسو د امر اخیستو په مانا بولي او په وینا یې، چې دا چاره په هېڅ ډول افغانانو او حکومت ته د منلو نه‌ده.
لومړي مرستیال د بلېنکن له خوا ولسمشر غني ته د لېږل شوي لیک په تړاو وویل، ځينو کړیو یاد لیک پر حکومت د فشار راوړلو لپاره رسنیز کړی او موږ هېڅ کله هغه څه چې د ملي ګټو پرخلاف وي، له ملت نه پټوو:
(( په هېڅ پلمې څوک له افغانانو د رای ورکولو حق نه‌شي اخیستلی، موږ به د ملي ګټو او اساسي قانون پرخلاف هېڅ ډول معامله ونه‌کړو او چمتو یو د لنډ مهالو ټاکنو له لارې قدرت د خلکو په رایه انتقال کړو.))
نوموړي همدا راز وویل، په دې وروسیتو کې ۶۰ مدني فعالان، خبریالان، علما او قومي مشران په هدفي ډول وژل شوي، طالبان له دې بریدونو انکار کوي، خو موږ اسناد لرو، چې د دې ټولو بریدونو ترشا یوه ډله چې طالبان دي لاس لري، دې ډول بریدونو د خلکو په منځ کې د طالبانو پر وړاندې کرکه زیاته کړې ده.
په ورته مهال د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله وویل، دوه ورځې وړاندې تر دې چې خلیلزاد کابل ته راشي، د امریکا سفارت یو استازي ما او ولسمشر ته یو لیک راوړ، چې اوس ځینې کړیو له رسنیو سره شریک کړی دی:
((په دې لیک دسولې په برخه کې له استعجالیت کار اخستل شوی، له اجماع یادونه شوې او د سولې خبرو چټکتیا یادونه هم شوې ده.))
ښاغلي عبدالله زياته کړه، اوس‌مهال که څه هم افغانستان په سختو امنیتي او سیاسي شرایطو کې دی، بیا هم څوک د سولې خلاف نه دي، خو که داخلي اختلافات دوام ومومي، نو بهرنیان به ښکاره مداخله وکړي او د خپلې خوښې سوله به په خلکو وتپي.
بلخوا په سیاسي او امنیتي برخه کې د ولسمشر سلاکار محمد محقق وایي، ځینې مشران په دې باور دي، چې خلک له جګړې ستړي شوي او په هرډول چې کېږي باید سوله وشي، دا په دې مانا ده، چې راځئ طالبانو ته تسلیم شو، خو موږ داسې سوله نه غواړو، موږ هغه سوله غواړو چې د تېرو دوو لسیزو لاس ته راوړنې په‌کې خوندي شي.
ښاغلی محقق وویل، تر اوسه د طالبانو په فکر او کړنو کې هیڅ ډول تغیر نه دی راغلی، هره ورځ مدني فعالان، خبریالان، علما او قومي مشران وژل کېږي، د سولې روانې خبرې هم د قناعت وړ نه دي، دوی لا هم بهرنیو ترهګرو سره اړیکې نه دي پرې کړي:
(( په داسې حال کې چې طالبانو سره د سولې خبرې روانې دي، خو په دې وروسیتو کې د خلکو واک له پامه غورځول شوی، ځکه نړیوال د سولې په برخه کې له عجلې کار اخلي او دا به خورا بدې پایلې ولري.))
د نوموړی په باور کوم لیک چې د ا مریکا بهرنیو چارو وزیر ولسمشر غنی او عبدالله عبدالله ته لېږلی، په کې د افغانستان ملي جوړښت ته هیڅ پاملرنه نه ده شوې، له عجلي او امرانه ژبې کار اخستل شوی چې دا ستونزه نوره هم پراخوي.
له دې وړاندې، د افغان سولې په تړاو امریکايي چارواکو افغان حکومت او طالبانو ته يوه نوې طرحه وړاندې کړې او په هغه پسې جوخت ولسمشر غني ته د امريکا بهرنيو چارو وزير انتوني بلېنکن يو ليک هم استولی، چې  په‌کې غوښتنه شوې، د نويو کيسو په تړاو خپل مثبت نظر په ډاګه کړي.
 د بلېنکن په  لیک کې څلور وړاندیزونه شوي، چې په لومړي وړانديز کې امریکا له ملګرو ملتونو غوښتي، د روسیې، هند، پاکستان، ایران او چین د استازو او بهرنیو چارو وزیرانو يوه غونډه را وبولي، تر څو د افغان سولې بهیر ملاتړ وکړي او د پرمختګ لپاره یې متحد بحث رامنځ‌ته شي.
 دویم وړاندیز کې لیکل شوي، ما له خلیلزاد څخه غوښتنه وکړه، چې زموږ جوړه شوې طرحه له تاسې او طالب مشرانو سره شریکه کړي، ترڅو د سولې پروسه چټکه کړي اوربند او خبرو ته زمینه برابره شي. پخوانیو چارواکو یاده طرحه له امریکا سره شریکه کړې وه او اوسنۍ طرحه د هماغه نظرونو انعکاس دی، دا طرحه به د خبرو د چټکوالي لامل شي. د اساسي قانون تعدیل، د نوي حکومت جوړولو او  دایمي اوربند ته به لاره هواره شي.
درېیم وړاندیز کې بیا د ترکیې له حکومت غوښتنه شوې، چې په راتلونکو څو اوونیو کې د دواړو لوريو یوه لویه غونډه راوبولي، څو د سولې تړون نهايي کړي. بلېنکن له غني او مطرح لوبغاړو غوښتي، چې په دې غونډه کې ګډون وکړي.
څلورم  وړاندیز کې  لیکل شوي، چې افغانستان کې باید د تاوتریخوالي کچه راټیټه شي او د ۹۰ ورځو لپاره تاوتریخوالي کې کمښت راشي، څو د طالبانو د پسرلني عملیاتو او جګړې مخنیوی وشي.
بل لورته بيا افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن د امن او ثبات سیمه‌ییز کنفرانس په اختتامیه غونډه کې وویل، پاکستان دې له افغانستان سره نا اعلان شوې جګړه پایته ورسوي، مستقل او ډیموکراټیک افغانستان دې ومني.
دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب