Post Image

 د پاکستان د پوځ ویاند جنرال بابر افتخار تېره ورځ رسنیو سره په خبرو کې ویلي، د افغانستان سولې  روان بهیر کې به ستونزې وي، خو دا هر څه د وخت په تېرېدو حل کېدونکي دي او اوس مهال د سولې خبرې د پرمختګ په لور روانې دي.
نوموړي ویلي، د پاکستان امن په افغانستان کې له امن سره تړلی، د سولې په خبرو کې د پاکستان مثبت رول ټولو ته ښکاره دی، موږ د اسانتیاوو بربراولو برخه کې مرسته کړې او دې لړۍ ته به لا نور دوام ورکړو.
نوموړي ویلي، د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو ترمنځ پرېکړې دوی په خپله کوي، چې څنګه او په څه ډول مخ ته لاړ شي.
هغه دا خبرې داسې مهال کړي، چې تازه د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوي او طالب استازو ترمنځ د قطر پلازمېنه دوحه کې غونډه ترسره شوې او د خبرو پر دوام یې ټينګار کړی دی.
له دې وړاندې افغان حکومت او نړیوالو هېوادونو تل پاکستان په دې تورن کړی، چې له طالبانو مالي او پوځي ملاتړ کوي، تر څو په افغانستان کې خپلو موخو ته ورسېږي، پاکستان  ته د طالب استازو سفرونه، هلته یې له جنګیالیو او ټپیانو سره لیده کاته ښکاره ثبوت دی.
دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب