Post Image

ولسمشر محمد اشرف غني د تاریخ اوونۍ په اړه، چې د «انسان څېړنیز بنسټ» په نوښت، د  افغانستان د مطالعاتو امريکايي انيستيتيوت، محمدحسن کاکړ بنسټ او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په همکارۍ د مرغومي له ۱۵ مې تر ۲۰ مې نېټې ترسره کېږي، خپل لیدلوری بیان کړی دی.
د چارو ادارې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې یاده غونډه کې چې په همدې موخه ترسره شوه، د جمهوري ریاست د چارو ادارې مشر، د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر، د ولسمشرۍ ماڼۍ د فرهنګي چارو، فرهنګي او علمي چارو، بشري سرچینو سلاکارانو او د چارو ادارې د مطبوعاتو مشر ګډون درلود.
خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د یادې غونډې پرمهال ولسمشر د تاریخ اوونۍ د مراسمو د ترسره کوونکو قدرداني وکړه.
ولسمشر په ډاګه کړې، چې د دغې اوونۍ د پای مراسمو کې به د تاریخ حوزې له یو شمېر لیکوالو او څېړونکو سره وویني،  په دې اړه به وينا وکړي.
ولسمشر له دې وړاندې د کابینې په جوړه شوې غونډه کې د تاریخ اوونۍ لمانځل نوښت وباله.
تاريخ اوونۍ د دويم کال لپاره يوځل بيا د انسان څېړنيزې موسسې په نوښت، د اطلاعات اوفرهنګ وزارت، ملي موزيم، د افغانستان د مطالعاتو امريکايي انيستيتيوت او محمدحسن کاکړ بنسټ له لوري د روانې جنورۍ مياشتې له څلورمې تر نهمې نېټې پورې لمانځل کېږي.
دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب