Post Image

اروپایي ټولنې په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې۱۵۰زره یورو چې کابو ۱۳.۷میلیون افغانۍ کیږي، د افغانستان له ورستېو سیلاب‌‌ځپلو سره مرسته کوي.
د یادې ټولنې له خواه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې  یادې مرستې به کابو ۳۵زره زیانمنو کسانو ته په پروان، کاپیسا، وردګ، پکتیکا او پنجشیر ولایتونو کې د سرې میاشتې ادارې له خوا ویشل کیږي.
د خبرپاڼې په یوې برخه کې ویل شوي، چې یادې پېسې به د خوراکي توکو د چمتو کولو په موخه ولګول شي او د کرونا ویروس څخه د مخنیوي په موخه به زیانمنو کسانو ته ماسک، دستکشې او ضدعفوني مایع هم وویشل شي.
روانه میاشت کې دافغانستان په ۱۵ ولایتونو کې سیلابونه راووتل، چې له کبله‌یې کابو ۱۹۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او ۱۷۲ نور ټپيان شول. د شته راپورونو له مخې په دې سیلابونو کې خلکو ته ګڼ مالي زیانونه هم واوښتل.
دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب