Post Image

نن د اکټوبر ۱۷مه د لوږې سره د مبارزې نړیواله ورځ ده. د افغانستان بشر حقونو خپلواک کمېسیون د مالوماتو له مخې، د افغانستان نفوس یو پر درېمه برخه خلک په بشپړ ډول له لوږې سره مخ دي.
یاد کمېسیون په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، په هېواد کې د لوږې زیاتوالی د دې لامل شوی چې خلک تروریستي ډلو ته مخه کړي، جګړې زور واخلي او خلک په بېلابېلو ناروغیو اخته شي، چې دا افغانستان او نړۍ ته یوه لویه ستونزه ده.
بشر حقونو کمیسیون په ادارو کې فساد، له قدرت څخه ناوړه استفاده او د عدالت نه پلي کېدل د لوږې زیاتوالي لاملونه بولي او له افغان حکومت یې غوښتي چې د فقر ځپلو حقونو ته جدي پاملرنه وکړي او د لوږې ختمولو لپاره دې یو منظم پلان جوړ کړي.
دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب