Post Image

ولسمشر غني نن د یوه دولتي پلاوي په ملتيا قطر ته لاړ، مالومات ښيي، چې نوموړی به هورې د له لوړپوړو چارواکو سره وګوري او هيلې دا دي، چې د هغه غوټې پرنستلو ته به لار هواره شي، چې له لسيزو يې افغانان لالهاند کړي دي.
دا به خورا ستونزمنه وي، چې د افغانستان د څلورو لسیزو جګړې لپاره دې په څو وروځو او يا هم مياشت کې حل لاره پيدا شي، خو د افغانستان خلک او نړیواله ټولنه تلوار لري، چې دا جګړه بايد ژر تر ژره ختمه او يا هم ودرول شي.
موږ ګورو چې افغانانو ته یو بل فرصت هم ورکول کېږي، خو که چیرې د جګړې ښکېلې خواوې د واک شریکولو په فارمولو موافقه ونه کړي، يو بل ته تېر نه‌شي، ځينې هغه ټکي هېر نه‌کړي، چې پرې ټينګ ولاړ دي، خپلې سرې کرښې ماتې نه کړي، نو د دوی ځينې پرېکړې او ضد به افغانستان يوې بلې کورنۍ جګړې ته ور ټېل وهي، چې دا ډول شخړه به د نوي نسل لپاره د نويو دښمنانو او نويو لوبغاړو له لوري يوه بله په وينو او زهرو لړلې ډالۍ وي.
ولې جګړې زور اخستی:
په وروستیو څو اوونیو کې د افغانستان په مختلفو سيمو کې هدفي وژنو، ناامنيو او ماين چاودنو حالت تر بل وخت ترينګلی کړی دی. د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون تازه مالومات په ډاګه کوي، چې د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په ترهګریزو بریدونو کې ۹۴۷ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې،  ۵۳۳ ملکي وګړي وژل شوي او ۴۱۲ نور ټپیان شوي دي.
يوازې د تېرې شنبې په ورځ د ننګرهار په غني‌خېلو ولسوالۍ کې په موټر بم بريد کې ۱۶ ملکیان ووژل شول او تر ۴۵ نور ټپیان شول. په ټوله کې د مرګ‌ژوبلې ګراف لوړېدل د اندېښنې وړ دي. د تاوتریخوالي او خونړیو بریدونو دوام د سولې له روانو خبرو سره په بشپړه ډول په ټکر کې دي، چې د يوه ضد حرکت په نظر هم ورته کتل کېدای شي.
په يو وخت کې جنګ او سوله دوه متضاد حرکتونه دي، چې د قربانيانو شمېر ور سره ورځ تر بلې لوړيږي. په قطر کې د سولې د خبرو د پرانستې پر مهال ټولو نړيوالو هېوادونو او سازمانونو په دې ټينګار کولو، چې لومړيتوب دې اوربند ته ورکړل شي، خو طالبان بيا په دې نه راضي کېږي، چې اوربند او يا هم اور کم ته غاړه کېږي. دوی ځکه دا کار نه‌کوي، چې له دې سره يې د جنګياليو مرالونه کمزوري کېږي او که د سولې په خبرو کې بريالي نه‌شي، نو پکار ده چې خپل پخواني انتخاب(جګړې) ته ور ستانه شي.
د تاوتريخوالي له شدت هدف څه دی؟ 
طالب مشرانو په بيا بيا ويلي، چې هر څه يې په وس پوره دي، د دوی له يوه غږ سره په افغانستان کې روان ناورين درېدلای شي، خو دوی نه غواړي دا کار وکړي. طالب مشرانو ځکه جکړې ته زور ورکړی، چې د خبرو په مېز ځان ته ډېر څه تر لاسه کړي، غوړه مړۍ پورته کړي او ځان ثابت کړي.
اوس د جګړې د حل لپاره يوه لار دا ده چې طالب تر هرڅه د مخه اوربند او يا هم اور کم ته غاړه کېږدي، دا کار هله شونی دی، چې طالبان د نړۍ له فشار سره مخ شي، سياسي فشارونه ددې لامل کېږي، چې طالبان د سولې دا جانس له لاسه ور نه کړي او انسان وژنه بنده کړي.
که څه هم په دې وروستيو کې د سولې په تړاو راوانو هڅو ته په نېک نظر کتل کېدل او هېلې يې راټوکولې وې، خو ستونزه دا ده، چې جګړه هم ور سره هم مهالې ژبغړاندې شوې او د تلفاتو ګراف مخ په لوړ روان دی.
په افغانستان کې داسې وخت بریدونه ورځ تر بلې زياتېږي، چې د افغانستان دولت او طالبان تحريک د قطر په پلازمېنه دوحه کې د خبرو مېز ته ناست دي او په دې وروستيو کې يې په ځينو مسايلو چنې روانې کړې دي.
((د خبرو لپاره په کړنلاره بحثونه روان دي، تر اوسه مرکچي پلاوی له ۲۰ مطرح شويو مسايلو په ۱۸ مواردو بشپړ سلا شوي، دي. داسې مالومات هم شته، چې د کړنلارې په ۱۹مه مسئله هم هوکړه شوي، يوازې شلم مورد تر دې مهاله نا ځوابه او يا هم جنجالي پاتې دی.
ولسمشر غني د سفر په اړه خوشبينۍ:
دغه سفرونه د سولې په برخه کې ګټور بلل کېږي. د حالاتو د څارونکو انګېرنې دا دي، چې ولسمشر دوحې ته د سولې مذاکراتو د ګړندي کولو او هورې له امریکايي چارواکو سره د اوربند ټینګېدو پر سره د خبرې کوي.
تحليلونه دا دي، چې په دواړو لوريو د امریکا او نړیوالو فشارونه شته، دې ته يې هڅوي، چې جګړه نوره ختمه کړي، ځکه چې تر دې مهاله ښکېل لوري يا مرکچيان په خورا کرارۍ روان دي، نو ځکه خو د همدې فشارونو د ختمولو لپاره ولسمشر غني دوحې ته لاړ او هلته به د ټولو ښکېلو لوريو او هېوادونو سره وګوري کېدای شي، خنډونه لرې او په مذاکراتو کې چټکتیا رامنځ‌ته شي.
اوس باید ټولې هڅې په دې متمرکزې شي، چې اوربند ته لار هواره شي، دا فشار بايد په  دواړو لوريو په ځانګړي ډول په طالبانو راوړل شي، چې له جګړې او زياتي لاس په سر شي.
دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب