Post Image

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وایي، په عامې روغتیا وزارت کې وروستی وضعیت دردونکی او ټولو ته سپکاوی دی، له دې وروسته به ټولې ګمارنې زما په لاسلیک تر سره کېږي او یو غیر سیاسي شخص به د وزیر په توګه معرفي شي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ له  لوري په خپره شوې خبر‌پاڼه کې راغلي، ولسمشر تېر ماښام په‌خپله د عامې روغتیا وزارت ته ورغلی، د یاد وزارت له معینانو او نورو مسوولینو سره یې کتلي او زیاته کړې یې ده، قانون ته باید درناوی وشي، هغه کسان چې له قانون ېې سرغړون کړې مجازات به شي.

ښاغلي غني ویلي،  د منابعو برېښنایي مدیریت سیستم ایجادېږي، د پولیو واکسین ټول پروګرامونه د وزارت داخل ته راځي او موازي کارونه پای ته رسېږي. همداراز پر NTA اساسي غور کېږي او بې هدفه پروژې له منځه وړل کېږي.

ورته مهال د عامې روغتیا وزارت لرې کړل شوی وزیر احمد جواد عثماني وایي، چې ولسمشر غني ته یې استعفا لیک نه دی استولی خو د استعفا منظوري یې راغلې ده.

ښاغلي عثماني ویلي، ولسمشر ته زما په هکله ناسم زهنیت ورکړل شوی او دا یوه سیاسي دسیسه ده.

دا هر څه وروسته له هغې تر سره کېږي چې د افغانستان لويې څارنوالۍ د فساد په تور د پنځو کسانو د نیولو اعلان وکړ، چې له ډلې یې دوه کسان  د عامې روغتیا د وزیر احمد جواد عثماني ورور، کاکا زوی او درې نور د یاد وزارت کارکونکي دي.

دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب