Post Image

د افغانستان د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مسوولین وایي، د افغانستان او ترکیې تر منځ د کرنې په برخه کې د ( تخنیکي، عملي او قتصادي همکاریو زمینې برابرولو) تر نوم لاندې هوکړه لیک لاسلیک شوی، چې لس مادې لري.
یاد هوکړه لیک د افغانستان د کرنې ابو لګولو او مالدارۍ وزیر انورالحق احدي او د ترکیې د کرنې او ځنګلونو وزیر بکر پاکډمیرلي ترمنځ لاسلیک شوی دی.
په دې هوکړه لیک کې داوړو هېوادونو ژمنه کړې، چې د نباتاتو، نباتي حفظ الصحې، مالدارۍ، حیواني روغتیا، کب روزنې، اوبولګولو، څېړنې، کرنیزې روزنې، د کلیو پراختیا او د خوړو صنعت برخه کې به یو بل سره همکاري کوي .
په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې د ترکیې د کرنې او ځنګلونو وزیر ویلي، ترکیه او افغانستان لرغونې اړیکې لري، موږ په دې وروستیو کې له افغانستان سره پراخې مرستې کړې او دا چاره به لا پراختیا ومومي.
دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب