Post Image

په بریټانیا کې د کرونا ويروس نوي ډول خپریدو له راپورنو سره هم‌مهاله د اروپایي هېوادونو په ګډون ترکیې او ایران هم په یاد هېواد د تګ او راتګ بندیزونه ولګول.
د شته راپورونو له مخې تردې دمه، جرمني، ایټالیا، ایرلنډ، بلجیم، فرانسه، ایران، ترکیې او هالنډ ټولې الوتنې او په ټول کې بریټانیا ته تګ او له دغه هېواد را تګ د لنډمهال لپاره ځنډولی دی.
د مالوماتو له مخې د کرونا دا نوی ډول ویروس په لندن او د انګلنډ سوېل ختیځ کې په چټکۍ سره د خپریدو په حال کې دی.
د یاد هېواد روغتیايي چارواکي وايي، یاد ویروس به تر کرونا ویروس ۷۰سلنه زیات خپور شي، خو داسې شواهد نشته، چې وښيي دا نوی ډول تر پخواني ډېر وژونکی دی یا واکسین پرې اغېز کوي.
د بریتانیا لومړي وزیر بوریس جانسن د شنبې په ورځ یادو سیمو کې د کرونا نوي ډول خپریدو مخنیوي په پار نور محدودیتونه هم ولګول.
د کرونا وېروس نوی ډول سپټمبر میاشت کې ولیدل شو او نومبر میاشت کې د لندن نږدې څلورمه برخه په کرونا اخته کسان دې وېروس نیولي دي.
دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب