Post Image

د افغانستان د اوبو د چارو تنظیم ملي ادارې له لوري په ورکړل شويو مالوماتو کې ويل شوي، په ۱۳۴۵ کال د کمال خان بند لومړنۍ چارې پيل شوې، وروسته د سياسي بدلون له امله لږ ځنډ پکې راغی او بيا په ۱۳۵۲ کې د افغانستان د لومړني ولسمشر او د افغانستان د ابادۍ مينوال بې مثاله واکمن سردار محمد داود خان د واک پر مهال د بند جوړولو لپاره تابيا وشوه، رغنيزې چارې پيل شوې، تر يوه بريده کارونه پر مخ لاړل، خو د ثور اوومې له کودتا سره هرڅه تالا ترغۍ شول ټولې چارې په ټپه ودرېدې.

په وروستيو دوو لسيزو کې يوځل بيا دا لويه او برخليک جوړوونکې پروژه پيل شوه، د کمال خان بند لومړی فاز په ۱۳۹۱ او دويم فاز يې په ۱۳۹۴ کال کې بشپړ شول، خو د بودجې نه‌شتوالي له امله ياد بند چارې تر لږ ځنډ وروسته ودرېدې او د درېيم فاز چارې يې په ۱۳۹۶ کال کې پيل شوې، چې دا دی، اوس د بند چارې بشپړيږي، د بند د اوبو زېرمه کولو په برخه کې کار پيل شوی، چې دا د افغانستان لپاره يو لوی زېری او لاسته راوړنه حسابېدلای شي.

کمال خان بند د افغانستان په لوديځ کې تر سلما او بخش اباد بندونو وروسته چې په هرات او فراه ولايتونو کې موقعيت لري، لويه اقتصادي پروژه ده، چې ايران ته د افغانستان تلونکې اوبه مهاروي.

په لومړي سره کې چې ددې بند د ډيزاين چارې روانې شوې، ايران اندېښنه وښوده، خو د وخت د واکمنو له لوري دا موضوع مديريت شوه، په ۱۳۵۱ کال کې د هلمند د سينديزې حوزې تړون لاسليک شو، چې ددې او نورو نړيوالو اصولو له مخې افغانستان د خپلو اوبو د مهار صلاحيت کره کړ.

د افغانستان بدبينه ګاونډيان په ځانګړي ډول ايران ددې لويې پروژې پر وړاندې د خنډ جوړولو سرکښ بلل کېږي، ځکه چې ددې بند له جوړېدو سره به ایران ته تلونکې اوبه مهار شي  او دوی د ځان لپاره د يوه لوی زيان اندېښنې اخستي دي.

ددې بند لپاره په بېلابېلو وختونو کې کرايي قاتلان او ورانوونکي اورپکي وګمارل شول، په ښکاره دا خلک د طالب په جامه کې ولوبېدل، ترڅو ددې بند پر وړاندې ستونزې جوړې کړي، د ابادۍ مخه يې ونيسي.

نيمروز يو بېديا ولايت دی، چې نه يې کرنه د حساب وړ ده او نه هم ورته جدي پام شوی، هر کال د سوزوونکي لمر او وچکالۍ له امله ددې ولايت خلک له بلا ستونزو سره مخ کېږي، د اوبو په برخه کې له نهايت يوه ناراموونکي حالت سره لاس کېږي، خو ددې لويې پرمختيايي پروژې سره به په دې ولايت کې چورلټ حالات بدل شي. د مالوماتو له مخې د يادې پروژې په مټ به په نيمروز ولايت کې ۱۷۴ زره هکټاره ځمکه خړوبه شي، چې ور سره به نيمروز په يوه کرنيز ولايت بدل شي او ترڅنګ به يې ۹ مېګاواټه برېښنا هم تولید شي.

کمال خان بند په داسې سیمه کې دی چې تر ډېره  سوزوونکې دښته ده او ۵۲ میلیون متر مکعب اوبه ځایوي. په وروستيو کې چې د دويم ځل لپاره د کمال خان  بند د جوړېدو چارې بيا ځلي پيل شوې، ځينو کړيو د طالب او نورو په نوم ددې بند لپاره خنډونه جوړ کړل او وخت ناوخت يې پرې بريدونه وکړل.

ځايي سرچينو په بيا بيا ويلي، چې په افغانستان کې پر عامه تاسیساتو په ځانګړي ډول کمال خان بند بریدونه د افغانستان په ګاونډيو هېوادونو کې طرحه کېږي، يوازې په تېرو څلورو کلونو کې په یاد بند تر شپږو ډېر بریدونه شوي، تر ۲۰ ډېرو سرتېرو ته په‌کې مرګ ژوبله اوښتې ده، خو دښمن نه دی توانېدلی، چې ددې بند تاسيسات ويجاړ کړي او يا هم جدي زيان ور ورسوي. تر دې  د مخه هم کمال خان بند د اورپکو له بريدونو سره مخ شوی دی.

د کمال خان بند جوړېدو چارې ايران وارخطا کړی، د اخوندي نظام مسوولينو ددې موضوع په تړاو لوی لوی مجلسونه کړي، د ياد سرخوږي، په حل لارو پسې ګرځي، ان ولسمشر خو يې په ۲۰۱۷ کې ويلي وو، چې د افغانستان په لوديځ کې د بندونو جوړول د دوی په زيان دي او دا موضوع به جدي تعقيب کړي. دوی په افغان حکومت فشارونه هم راوړي، چې له دې کار تېر شي، خو افغان حکومت د خپلو اوبو د مديريت لپاره تر ټولو ډېرې هڅې ګړندۍ کړې دي.

د مالوماتو له مخې، ایران د بلوچستان په سیستان کې د افغانستان اوبو زېرمه کولو لپاره څلور لویې څاګانې کیندلي دي، چې میلیونونه متره اوږدوالی او پلونوالی لري، همدا راز یې تر ۸۰۰ میلونه ډالرو ډېرلګښت د اوبو په مدیریت او لېږد کړی دی، چې د اوبو له بندېدو سره د دوی لپاره لويه ضربه حسابېدای شي.

ايران ته په کلونو د افغانستان اوبه په وړيا ډول ور روانې وې، د افغانستان هغه سيمې چې سيندونه ترې تېرېږي، له تندې مري، خو، په ايران کې په دې اوبو بيا د ژوند رنګونه جوړيږي.

د دې لپاره چې افغانستان نور د بهرنیانو له احتیاج خلاص شي، حکومت باید د افغانستان په ټول هغو برخو کې چې هورې د اوبو بندنو جوړېدو امکان شته، بندونه وتړي، ولسمشر دې خپله هغه خبره په واقعت بدله کړي، چې زموږ اوبه د تېلو په ارزښت دي. اوبه د افغانستان حيثيتي مسئله ده، که له هغو ګاونډيانو سره چې افغانستان ته ستونزې جوړوي، له دې اړخه کار واخيستل شي، سياسي ګټه هم ترې پورته کېدای شي. د افغانستان د ابادۍ ترڅنګ د افغانستان د يوې اوږدې او بې مخينې جګړې مخه پرې نيول کېږي. د نيمروز، بخش اباد او سلما تر بندونو وروسته پکار ده، چې د کونړ په سېند پانګونه وشي، هغه اوبه چې په وړيا ډول د پاکستان ځمکې خړوبوي او په بدل کې يې افغانستان ته مرګونه راځي، کنټرول شي.

دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب