Post Image

تېره ورځ ځينو بهرنيو رسنيو د يوشمېر طالب مشرانو له قوله په یوه راپور کې ویلي و، چې د امريکا د نوې ادارې بهرني سیاست له ځينو نويو اقداماتو، تغيراتو او همدا ډول د دوحې تړون ته له بیا کتنې وروسته اوس ګڼ شمېر طالب جنګیالي او لوړپوړې قومندانان د جګړې لومړۍ کرښې ته ستنيږي. طالب مشرانو په خپلو قومندانانو او سرګروپانو غږ کړی، چې د جګړې لپاره بشپړه چمتووالی ونيسي. په ورته وخت کې دوی په هلمند کې د راتلونکي کال لپاره په نويو جنګي پلانونو او اهدافو کار کوي.

د وسله‌والو طالبانو له لوري وروسته له هغه وارخطايي وليدل شوه، سفرونه يې د سيمې هېوادونو ته پيل کړل، چې کله د جوبايډن د ادارې ځينو لوړ پوړو چارواکو د افغانستان د جګړې په اړه خپل نظرونه څرګند کړل او د ټرمپ ادارې په ځينو پرېکړو يې له سره د غور خبره وکړه.

خو د طالبانو وروستۍ هڅې او پرلپسې ګواښونه ددې ښکارندويي کوي، چې خورا وارخطا دي، ځکه دوی داسې يو چانس ضايع کوي، چې  له کلونو یې ورته خواري کړې  او مشه هغه خواري په اوبو لاهو شي.

همدا تېره اوونۍ د امریکا کانګرس کې د افغانستان وضعیت ارزولو ډلې په یوه راپور کې ولسمشر بايډن ته وړانديز کړی و، چې طالبانو د دوحې هوکړې ژمنې نه دي عملي کړي، نو ځکه خو باید د امریکا نوی حکومت له هغه ځایه د ځواکونو ایستلو پلان وځنډوي.

دغه ډلې د بايډن حکومت ته په څو برخو کې خپلې مشورې ور کړې او سپارښتنې يې کړې وې، چې د امريکا له لوري د افغانستان د نظام په ځانګړي ډول امنيتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ، د افغانستان د ازاد او ډيموکرات پاتې کېدو لپاره ژمنتيا، له فساد سره د مبارزه، پرمختګ او ځان بساينې ترڅنګ دې تاتريخوالی کم او جګړه ودرول شي. دا هغه څه دي، چې بايد امريکا يې په پام  کې ونيسي او د افغانستان سره مرسته وکړي. دوی د امریکا نوې ادارې ته سپارښتنه کړې، چې د سولې خبرو څخه د ښې پایلې اخېستو په موخه باید تر راتلونکې می میاشتې امریکايي ځواکونه ونه ایستل شي، ځکه په اوسني وضعیت کې له افغانستان څخه د ټولو امریکايي ځواکونو وتل، کورنۍ جګړې، د سمې امنیت خراب والی، القاعده او داعش ډلو ته د بیا راټولېدو لاره هواروي.

په افغانستان کې د طالبانو او القاعده شبکې ترمنځ د نږدې اړیکو څرنګوالي په تړاو د امریکا خزانې وزارت تېره اوونۍ په خپل يوه راپور کې ویلي و، القاعده د طالبانو ترسیوري لاندې سیمو کې له دغې ډلې سره ګډو عملیاتو ته دوام ورکوي او غواړي په افغانستان کې بيا ځواک ترلاسه کړي، هغه ځوتاک چې د نړۍ لپاره سرخوږی و.

د امریکا خزانې وزارت د ترهګرۍ ناقانونه تمویل په اړه ويلي و، د امریکا-طالبانو دوحې تړون  له مخې، چې په‌کې له طالبانو غوښتل شوي ول، له القاعدې سره خپلې اړیکې پرې کړي، خو لا هم دغه دوه ډلې له یو بل سره نږدې اړیکي لري. ان د حقاني شبکې جګپوړو چارواکو د القاعده په مرسته او تمویل کې د وسله‌والو جنګیالیو د نوې ګډې قطعې په جوړولو بحثونه کړي دي.

تر دې وړاندې هم ملګرو ملتونو په خپل راپورونو کې ویلي و، چې طالبان د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې په پټه فعاليت کوي، چې شمېر يې تر ۶۰۰ رسيږي. د نړيوالو شکونه هغه وخت د طالبانو او د القاعدې په يارانه زيات شول، چې افغان ملي امنيت ځواکونو په غزني کې د دې شبکې يو مشر ابو محسن المصري او په فراه کې يې د هندنيمې وچې مشر محمد حنيف له منځه يوړل.

اوس فکر کېږي، د بایډن وروستۍ پرېکړه چې د می میاشتې ترپایه بهرني سرتېري له افغانستان څخه نه وباسي، ددې لامل کېږي، طالبان له یوې ژمنۍ رخصتۍ وروسته بیرته د جګړې لومړۍ لیکو ته ستانه شي او د جګړې لپاره خپله بهانه ختمه کړي، دې جګړې ته د القاعده او حقاني په ملاتړ نوي جنګيالي را جذب کړي.

که څه هم  په روان ژمي کې طالبانو خپله جګړه ګرمه وساتله، د نورو کلونو په څېر يې په دې ساړه موسم کې ګرمو سيمو ته سفرونه ونه کړل، د پاکستان پر ځای تر ډېره په خپلو اړوند سيمو کې په جګړه بوخت پاتې شول، خو داسې فکر  کېږي، چې دوی به د پاکستاني مدرسو د طالبانو او چڼيانو په مرسته خپل فشارونه زيات کړي، د جګړې ډګرونه به ګرم وساتي.

افغان حکومت هم په دې باور دی، چې د دوی او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو په ځنډېدو سر طالبان د نظام ړنګول غواړي، ځکه د دوی لپاره واک لومړيتوب دی او دا لومړيتوب ته له هرې لارې چې وي، بايد ورسيږي.

د طالبانو ډلې مرکچي پلاوی هم په قطر کې دويم پړاو خبرو ته نه دی حاضر شوی، ددې پر ځای چې د سولې لپاره لار هواره کړي، ستونزه د خبرو له لارې حل کړي، هڅه کوي، پرلپسې د سيمې هېوادونو ته سفرونه وکړي او د يوه نوي همکار بلاک په تشکيل بوخت دي. په وروستۍ يوه مياشت کې يې پاکستان، ايران، روسيې او ترکمنستان ته سفرونه کړي دي. دوی غواړي، که بېرته جګړې ته ورګرځي، نو بايد چې د مالي ملاتړ ترڅنګ سياسي او سيمه‌ييز ملاتړ هم ور خپل کړي.

طالبانو له سره د جګړې ختمول نه غوښتل، نو ځکه خو يې د خبرو له پيل سره سم، جګړې ته زور ورکړ او د فشارونو له لارې يې غوښتل، امتيازات واخلي، خو داسې برېښي، چې طالبانو زيان وکړ، هغه چانس يې ضايع کړ، چې نړۍ او افغان حکومت ورکړی و.

دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب