Post Image

د افغانستان بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر روسيې ته د خپل سفر په درشل کې دیاد هېواد بهرنیو اړیکو نړیوال انسټیټوټ ( MGIMO) کې خبرو پر مهال ویلي، د معاصر تاریخ څخه سم درک د دواړو هیوادونو ترمنځ د اوسنيو او راتلونکو اړیکو د پیاوړتیا لپاره خورا مهم دی.

نوموړي ویلي، د ترهګرۍ پروړاندې مبارزه، نشه‌يي توکو قاچاق، د سازمان شوي جرمونو مخنیوی، کډوالي او اقتصادي فرصتونو هغه څه دي چې افغانستان او روسیه باید په  یادو برخو کې یو بل سره همکاري وکړي او له دې پرته زموږ هڅې نشي بریالۍ کېدای.

د بهرنیو چارو وزیر ویلي، د افغانستان اسلامي جمهوريت د سولې خبرو ته ژمن دی او که چیرې طالبان له ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کړي، نو سولې ته په رسیدو کې به هیڅ خنډ پاتې نشي.

 

دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب