Post Image

په ولسي جرګه او ولایتي شورا کې د کندهار د خلکو استازي وایي، د ياد ولايت شاه ولیکوټ، ارغستان، نیش، غورک، خاکریز، خانشین او معروف ولسوالۍ د وسله‌والو طالبانو تر جدي تهدید لاندې دي. دوی وايي، له يوه لوري د مېوو ټولولو موسم دی، له بل لوري وسله‌والو په ولسواليو کې د جګړې ترڅنګ په لويو لارو کې هم مزاحمتونه پيل کړي، چې له امله يې کروندګرو او سوداګرو ته میلیونونه افغانۍ زیان اوښتی دی.
په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازی ګل احمد کمین افغانیې ته وویل، کندهار له تېرو شلو کالو راهیسې د جګړې په اور کې سوځيږي.
ښاغلي کمین وویل، اوس مهال د کندهار ښار ته نژدې ولسوالیو او سیمو کې طالبان پراخ فعالیتونه کوي، خلک یې له ستونزو سره مخ کړي، په  بېلا بېلو بهانو له خلکو د عشر او ذکات په نوم پیسې اخلي.
نوموړي  وویل:
د میوو په روان فصل کې طالبانو لويې لارې نا امنه کړې، له ولسوالیو تلونکي او راتلونکي خلک له خورا ستونزو سره مخ کېږي او په ډېر کړاو سره خپل مالونه مرکز او نورو سیمو ته رسوي.
په ولایتي شورا کې د کندهار د خلکو استازی محمد یوسف یونسي بیا وایي، د کندهار په شاه ولیکوټ ولسوالۍ سر بېره غورک، نیش، خاکریز، خانشین، ریګستان او معروف ولسوالۍ هم تر ۸۰ سلنې د طالبانو لاس کې دي، یوازې مرکزونه یې د حکومت په واک کې دي.
ښاغلی یونسي وایي، هرکال کندهار کې د انګور، انارو او انځرو فصل په رسېدو سره دلته جګړه زور اخلي، چې کروندګر او سوداګر یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
نوموړي وویل:
په کندهار کې طالبان، حقاني شبکه او شمېر نورې ډلې فعالیت کوي، چې شمېر یې زرګونه ته رسیږي خو کره شمېر یې معلومې نه دي.
استازي پر مرکزي او ولایتي ادارو نیوکه کوي، چې څو ځله یې د کندهار امنیتي وضعیت په اړه له اړوند ادارو د جدي بدلونونو غوښتنه کړې، تر څو دا ستونزه حل کړي، خو له بیا بیا هڅو سره لا هم دوی د کندهار امنیتي وضعیت په ښه‌والي نه‌دي توانېدلي.
خو د کندهار والي ویاند بهیر احمدي افغانیې سره په خبرو کې هلته د امنیتي وضعیت خرابېدل یوازې اوازې اوبللې او زیاته یې کړه، امنیتي او دفاعي ځواکونه په پشبړ قوت له خپلې خاورې او خلکو ساتنه کوي، هېچا ته به اجازه ورنکړي تر څو خلکو ته ستونزې را ولاړې کړي.
ښاغلي احمدي وایي، له هغه وروسته چې د سولې خبرې پیل شوې، د جګړو او پکې د اوښتو زیانونو شمېرې نه‌شته.
نوموړي د لویو لارو د امنیت په اړه وویل، وخت نا وخت طالبان بریدونه کوي، ماینونه خښوي او خلکو ته ستونزې جوړوي، خو  په وینا یې امنیي او دفاعي ځواکونه به د دوی پر وړاندې په نږدې راتلونکي کې عملیات پیل کړي، د لویو لارو امنیت ته به جدي پاملرنه وکړي.
دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب