Post Image

نن په کابل کې د افغان سولې او اوربند په تړاو د امن او ثبات دوه ورځنی کنفرانس پیل شو. د دې کنفرانس ګډونوالو په خپلو خبرو کې د ډيورند کرښې دواړو غاړو ته پراته افغانانو لپاره سوله او ثبات اړینه وبلله او ټینګار یې وکړ، چې پر دواړو خواوو دغه تپل شوې جګړه باید نوره ختمه شي.
په یاد کنفرانس کې د ګډون په موخه ۴۰ مېلمانه له پښتونخوا څخه کابل ته را راغلي دي.
د کنفرانس په پیل کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر محب الله صمیم وویل، د کرښې دواړو خواوو ته افغانان یو دي، دوی په اغزنو تارونو نه بېلېږي.
د هغه په خبره، جګړه پر افغانانو تپل شوې او موږ باید داسې څه وکړو، چې د کرښې دواړو خواوو ته د امن او ثبات لامل شي.
د ملي امنیت شورا سلاکار حمد الله محب هم په دغه کنفرانس کې ګډون کړی و. هغه په خپلو خبرو کې وویل، د افغان حکومت هڅه دا ده، چې افغانستان او سیمه کې ثبات بنسټیز کړي، څو د اوسني افغانستان سربېره د ډېورند هاخوا افغانان هم سوله او ثبات ولري.
ښاغلي محب د سولې روانو خبرو په اړه وویل، سولې روانې خبرې یو ښه فرصت دی، کولی شي روانې جګړې ته د پای ټکی کېږدي او یوه نوي تشکیل ته لاره هواره کړي:

جګړه افغاني نه ده او د دې تر شا ډېر عوامل دي،‎ نو ځکه خو باید د جګړې اصلي عوامل پیدا شي. طالبانو سره مذاکرات یوازې لنډ مهاله سوله راوستلای شي، خو دایمي ثبات نه شي راوړلی.
د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت د مالوماتو له مخې، د دې کنفرانس موخه په افغانستان کې دوامدره سوله او د تېرو ددو لسیزو لاسته راوړنو ساتنه ده، چې ګډونوال به پرې بحث او خبرې وکړي.
له پښتونخوا راغلی د عوامي نشل ګوند مشر، غلام احمد بلور وایي، د افغانستان حکومت باید له ګاونډیانو پاکستان، ایران، روس او نور هېوادونو وغواړي، چې د افغانستان له ورانولو لاس واخلي، که دا جګړه له کنټرول ووځي، نو یاد هېوادونه به هم په‌کې وسوځيږي.
ښاغلي بلور زیاته کړه، نړۍ د پرمختګ په حال کې ده، خو موږ لا هم په خپلو کې سره په جګړې بوخت یوو. روانه جګړه د اسلام لپاره نه، یواز د واک لپاره ده، چې باید ختمه شي.


د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی، ملک عبدالمجید کاکړ هم په یاد کنفرانس کې د کرښې دواړو خواوو پر یووالي ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې پښتانه مشران باید په خپلو ماشومانو تعلیم وکړي او افغانانو ته یې د خدمت جوګه وګرځوي.
ټاکل شوی دغه کنفرانس سبا هم دوام ومومي او د دوی له لوري چمتو شوی پرېکړه لیک به د افغان حکومت له مشرانو سره هم شریک کړي.

دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب