Post Image

د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د کندهار پخواني قومندان جنرال عبدالرازق د مړینې دویم تلین غونډه کې ویلي، که فکر دا وي چې بهرني ځواکونه به وځي او د امارت نظام به یو ځل بیا پر خلکو تحمیل شي دا یوه لویه تېر وتنه ده او په هیڅ صورت د منلو نه دی.

ښاغلي عبدالله ویلي، که طالبان فکر کوي چې د تاوتریخوالي په زیاتوالي او د څو ولسوالیو په نیولو به د سولې په خبرو کې بر لاسي شي،  دا دوی هماغه پخوانی غلط فکر دی چې له امله یې افغانستان کې جګړو زور واخست.

 نوموړي ویلي، د تاوتریخوالي زیاتوالی او د ملکي وګړو په نښه کول د خلکو روحیې کمزوري کولو په موخه تر سره کیږي، چې دا سولې ته د رسېدو لار نه ده، ، سولې ته رسېدل په زغم ، یو بل منلو او ګډ کار  تر سره کیږي.

په دې مراسمو کې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي، طالبانو نهه میاشتې تیاری ونیوه چې پر هلمند برید وکړي، خو دوی هلته له وینې توېدو پرته بل هیڅ لاسته راوړنه نه درلوده.

ښاغلي صالح ویلي، افغان ولس پخوا هم یو ملت و، اوس هم دی، هیڅ نا پاکه لاس مونږ نشي بېلولای.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرې یوې میاشتې راهیسې د قطر پلازمېنه دوحه کې د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوي او طالبانو تحریک تر منځ د سولې خبرې روانې دي، خو لا هم پر ګړنلارې هوکړې ته نه دي رسېدلي.

 

 

دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب