Post Image

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب د ملګرو ملتونو د امنیت شورا بندیزونو کمېټې ته په وینا کې ویلي، د افغان سولې پیاوړتیا او د تاوتریخوالي مخنیوي برخه کې پر طالبانو د ملګرو ملتونو امنیت شورا بندیزونه خورا مهم دي.

ښاغلي محب ویلي، طالبانو په بې مخينې کچه تاوتريخوالي ته مخه کړې، بهرنیو هېوادونو ته په سفرونو بوخت دي، د خبرو میز ته نه حاضرېږي، وعدې ماتوي او له ازادېدو سره سره جګړې ته ستنېږي نو ځکه خو پر دې ډله د ملګرو ملتونو د امنيت شورا بندیزونه مهم دی.

نوموړي زیاته کړې، پر طالبانو بندیزونه کولای شي موږ ته دا ډاډ راکړي، چې دا ډله له تاوتریخوالي راګرځي او د سولې هڅې پیاوړې کېږي.

ښاغلي محب داسې مهال پر طالبانو د بندیزونو غوښتنه کړې، چې تازه له اوږده ځنډ وروسته د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوي  او طالب استازو ترمنځ غونډه شوې ده.

دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب