Post Image

د ایراني رسنیو راپورونو له مخې، ایران کې مېشت افغان ليکوال نجيب هروي له ۵۰ کلونو وروسته د دې هېواد تابعیت ترلاسه کړ.

د خارجي اتباعو عمومي مدیر محمد تقی هاشمي ایرنا سره په خبرو کې ویلي، چې ښاغلي هروي ته د اسد میاشتې په پنځمه د بېلابېلو وزارتونو په همکارۍ سره د ایران تابعیت ورکړل شو.

 له دې وړاندې په ايران کې د مېشت افغان ليکوال نجيب هروي زوی شهاب مايل له دې امله ځان سوځولی و چې پلار ته يې په ياد هېواد کې اقامه نه‌ورکول کېده.

شهاب په مشهد کې د ياد هېواد د بهرنيو چارو وزارت مخ ته ځان سوځولی و.

د خپاره شويو راپورونو له مخې، شهاب مايل پخوا هم په ايران کې د خپل پلار پر اوسېدو او د قامې پر غځېدو ټينګار کړی و: «که څه هم په امریکا او فرانسه کې زما پلار ته د ژوند ډېر فرصتونه برابر شوي، خو دی فارسي ژبې ته د جدي لېوالتيا له امله غواړي په ایران کې پاتې شي.»

نجیب مایل هروي له ۵۰ کلونو راهیسې په ايران کې ژوند کوي، چې لسګونه کتابونه او مقالې یې د فارسي نسخ او اسلامي عرفان په اړه ليکلي دي.

 

دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب