Post Image

ولسي جرګې ته د ۱۴۰۰ مالي کال د بودجې دویمې مسودې طرحې استولو سره هم مهاله د یادې جرګې غړو ویلي، د دولتي کارکوونکو د معاشونو یو شان والي طرحه یې سره کرښه ده او تر هغه به بودجه تایید نه‌کړي چې دغه غوښتنه یې ونه‌منل شي.
د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني په نننۍ غوڼده کې ویلي، حکومت باید د دولتی کارکوږنکو د معاشونو یو شان والي تر څنګ د هغو واحدونو بودجه چې د قانون خلاف رامنځ‌ته شوي هم د ۱۴۰۰ مالي کال بودجې څخه وباسي.
 د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وړمه ورځ په یو خبرپاڼه کې وویل،  چې د ولسمشر غني په مشرۍ د کابینې په غونډه کې د راتلونکي کال د بودجې دویمه مسوده د (۲۰.۴۰۰) میلیارد پیشنهادي افغانیو په زیاتولو سره تایید شوې  او ډېر ژر به ولسي جرګې ته واستول شي.
په دې مسوده کې د ۱۴۰۰ مالي کالي بودجې سقف د ۲۰.۴۰۰ میلیارد پیشنهادي افغانیو په زیاتولو سره له۴۵۲.۶۴۱ میلیارد افغانیو څخه ۴۷۳.۰۴۰ میلیارد افغانیو ته تغییر کړی، چې له هغې جملې ۳۱۱.۱۹۹ میلیارد افغانۍ عادي بودجه او ۱۶۱.۸۴۲ میلیارد افغانۍ انکشافي بودجه ده او د بودجی کسر له قرضې او ریزرفي وجوه تمویلېږي.
تر دې وړاندې ولسي جرګې د حکومت له لوري له وړاندې شوې بودجې سره مخالفت ښودلی و او هغه یې غیر عادلانه بللې وه، وکیلانو همدا راز په نوې بودجه کې د ښوونکو، اجيرانو او سرتېرو د معاشونو لوړولو غوښتنه کړې ده.
دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب