Post Image

د کورنیو چارو وزارت مسوولین وایي، د  تېرو ۲۴ ساعتونو پرمهال په کابل، بغلان، هرات، ننګرهار او پروان ولایتونو کې ۱۳کسان د جنايي جرمونو په تور نیول شوي دي.

د یاد وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، یاد کسان د وژنې، انسان تښتونې، وسله‌والو غلاو، د نشه یي توکو او سرو زرو قاچاق په تور نیول شوي دي.

له نیول شویو کسانو سره د قاچاق په تړاو نږدې ۲۴۰ زره امریکايي ډالر، لس میلیونه افغانۍ، دوه میلیونه او څلور سوه زره پاکستانۍ کلدارې او د ځینو نورو هېوادونو پیسو تر څنګ پنځه کیلو ګرامه هیروویین هم نیول شوي دي.

 ملي دفاع وزارت بیا وايي، په غزني، بلخ او کابل ولایتونو کې یې د ۱۴ کړۍ مایونونو د چاودنې مخنیوی کړی دی.

دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب