Post Image

دوه لسيزې اوړي، خو لاهم په افغانستان کې د ښځو لپاره د ژوند کولو وړ زمينه نه ده برابره شوې، ډېری سيمې په ځانګړي ډول لرې پرتې او کليوالي هغه د ښځو لپاره ويروونکی حالت لري، هورې ښځې خپلو حقه حقونو ته هېڅ ډول لاس رسی نه‌لري او پر وړاندې يې له زور زياتي کار اخستل کېږي، په بدو کې ورکول کېږي، له زده‌کړو محرومې دي، د اقتصادي ودې او کار  اجازه نه‌لري.
يوازې په ۱۳۹۹کال کې د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي ۲۲۹۰ قضیې ثبت شوې، چې له دې څخه ۲۹۵ قضیې د جنسي ځورونو،  ۱۳۷ وژنو، ۱۶۶ معلولیت او جراحت، ۱۵۰۱وهل ټکول، ۲۶۰د هتک حرمت، ۲۵۶ځورونې، ۹۸ ځانه‌ وژنې او ځان سوځونې ته اړیستل،  ۲۹ جبري نکاح، ۲۶۰نور تاوتریخوالي دي. په یادو قضیو کې ترټولو زیاتې ۸۱۴ په کابل، ۴۳۰ بلخ، ۳۰۳ هرات، ۴۳۰ تخار، ۱۲۸بدخشان، ۱۱۹ډای‌کنډي،  ۱۱۴ننګرهار، ۱۰۷بامیان کې رامنځ‌ته شوې دي. دا ډول پېښې په ټول افغانستان کې تر دې لوړې دي، خو د مختلفو لاملونو له مخې نه ثبتيږي او نه هم څوک له وېرې ور سره شوي زياتي د حکومت او محلي ادارو تر مېزونو رسوي.
لکه څومره چې د نړيوالې ټولنې مرستې لګول شوې، په تناسب يې د ښځو لپاره شوي کارونه د حساب وړ نه دي. په افغانستان کې د ښځو د ودې او حقونو په برخه کې د لګول شويو مرستو لويه برخه فساد شوې، نو ځکه خو يې اغېزې په جوت ډول نه تر سترګو کېږي.
په افغانستان کې څو د ګوتو په شمار انجوبازې ښځې د ښځو د حقونو د مدافعينو په ډول چيغې وهي، پروژې اخلي، د حقونو لپاره مبارزه يې هم يوازې تر پروژو پورې را ټوله وي. ددې کړيو د کار اوږد مهاله څرک نه‌شته او هغوی چې د ښځو په نوم کارونه کوي، غونډې او مجلسونه يې يوازې د لويو ښارونو تر  شيش محلونو پورې محدود دي، کليوالې او د لرې پرتې سيمې د ښځو لپاره په دوزخ بدلې شوې دي. تر لويو ښارونو اخوا دوی نه د چا د حقونو لپاره غږ پورته کړی او نه  هم څوک پيدا شوي، چې د مرستې او خواخوږۍ لاس ورکړي.
په افغانستان کې د ښځو وضعيت د اندېښنې وړ دى او پر وړاندې يې بلا ننګونې پرتې دي. هغه څه چې اساسي بدلون يې کړی وای، ښځو ته بايد له کوم خنډ پرته د زد‌ه‌کړو زمينه برابره شوې وای، په اقتصادي ډګر کې يې پرمختګ کړی وای، په ژوند کې د انتخاب او حق غوښتلو واک ورکړل شوی وای، خو تر دې مهاله نه يوازې دا چې بدلون نه دی رامنځ‌ته شوی، د زورزياتي کچه هم په خپل اوج کې ده، ښځې په بدو کې ورکول کېږي، د زده‌کړو مخه يې نيول کېږي، د کار پر وړاندې يې بلا خنډونه را ولاړيږي. 
په افغانستان کې هر کال د حکومت او نورو نادولتي ټولنو لخوا د غونډو او مختلفو محفلونو په ترڅ کې د مارچ اتمه يا د ښځو د پيوستون نړيواله ورځ لمانځل کېږي، که څه هم په دغه ورځ د چارواکو ډېرې خبرې او غوړې وعدې د ښځو د ژوند ښه کولو پر سر چورلي، خو په افغانستان کې د مېرمنو د ژوند وضعيت د نورو کلونو په پرتله د اندېښنې وړ دی.
که څه هم چې نړيواله ټولنه په افغانستان کې تر ټولو زيات د ښځو د حقونو په خاطر چيغې وهي، خو په ريښتيني ميدان هغه څه نه دي تر سره شوي، لکه څومره چې ورته اړتيا وه او څومره چې دوی مرستې کوي.
همدا نن په افغانستان کې د امريکا سفير راس ولسن ويلي، امريکا په افغانستان کې جنسيتي برابرۍ ته ژمنه ده، په دې هېواد کې به د ښځو او نجونو وضعيت ښه‌والي لپاره کار وکړي.
 ملګري ملتونه هم وايي، د سولې په بهير کې بايد ښځو ته ونډه ورکړل شي او دا يو فرصت دی، چې د ټولنې د هرې برخې ښځينه مشرانې خپل قوت او پياوړتيا په ډاګه کړي، ځکه چې افغانستان هغه مهال بيا د هر ناورين پر وړاندې مقاومت کولای شي، چې ښځې په لوړه کچه د تصميم نيونې په هر ډګر کې له نارينه‌وو سره اوږه په اوږه کار وکړي. ملګري ملتونه ټټر ډبوي، چې د جنسيتي برابرۍ په تړاو د هڅو او د ښځو لپاره له ټولو هغو فرصتونو چې د دوی لپاره د رهبرۍ په کچه وي، غوښتنه کوي او په دې برخه کې به خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.
په افغانستان کې ښځې له نا امنیو او جګړې ډېرې زیانمنې شوې او لاهم دا لړۍ دوام لري، د هرې بدې پېښې پر وړاندې قرباني ورکوي.
جګړې د افغان مېرمنو ژوند له هره اړخه تياره کړی دی، په داسې يوه ټولنه کې چې د ښځو لويه برخه يې نالوستې وي، خود به د کورنۍ د نارينه سرپرست له لمنځه تلو سره ټوله کورنۍ ويجاړيږي، ان فقر ته به لاس غځوي او يو نه د منل کېدونکي حالت ته به ننوځي.
دا د ۲۰۱۵ کال سروې ده، چې له هغه وروسته بيا په دې برخه کې کومې شمېرنې نه دي راټولې شوې، په افغانستان کې ۶۰۰زره کونډې او بې سرپرسته ښځې شته، چې ډېری یې د بې‌وزلۍ تر کرښه لاندې دي او یوازې ۳۰سلنه یې د حکومت غیرمستقیم ملاتړ له ځانه سره لري، خو دا ملاتړ هم په هغه پيمانه دی، لکه څومره چې ورته اړتيا ليدل کېږي.
له ۲۰۱۵ کال وروسته په افغانستان کې جګړه شديده شوې، د جګړې دواړو لوريو ته زيان اوښتی او قرباني لوړه شوې، اوس کېدای شي، د بې سرپرسته ښځو شمېر تر دې څو برابره لوړ شوی وي.
ګڼ شمېر کونډې ښځې په ناسم اقتصادي او ټولنیز وضعیت کې دي، چې بايد هڅې وشي، د یادې ستونزې دحل او راکمولو په موخه ښځو ته لنډ مهاله او اوږدمهاله کاري زمینه برابرې شي، تر څو ښځې خپلې اقتصادي ستونزې اوارې او له نامطلوب وضعيت څخه را ووځي.
دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب