Post Image

د ثور په ۲۸مه د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او ټاکنیز سیال ډاکتر عبدالله عبدالله ترمنځ د یوې سیاسي جوړجاړي له مخې، ډاکټر عبدالله ته د مصالحې عالي شورا د مشرۍ ترڅنګ په واک کې ونډه او جنرال دوستم ته د مارشالۍ روتبې پر سر هوکړه وشوه. په ورته مهال د دواړو اړخونو له لوري په لاسلیک شوې هوکړه کې راغلي چې ښاغلی دوستم به د دولت د عالي شورا غړی هم وي.

د افغانستان په معاصر تاریخ کې دا درېیم کس دی چې دې سترې نظامي رتبې ته رسیږي. تر دې وړاندې مارشال شاولي خان او مارشال محمد قسیم فهیم د پخواني شاه محمد ظاهر شاه او پخواني ولسمشر حامد کرزي له لوري په دې رتبو ستایل شوي ول.

د روانې سرطان میاشتې په لومړیو کې د ولسمشر غني په لاسلیک داسې یو فرمان رسنیو ته ورسېد چې عبدالرشید دوستم ته یې په کې د مارشالۍ رتبه ورکړې، خو ارګ تر نن د سرطان پنځه ویشتمې چې په شبرغان کې په رسمي ډول ښاغلي دوستم ته یاده رتبه ورکړل شوه، د دې فرمان د محتوا په اړه څه نه دي ویلي.

د دې فرمان په یوه برخه کې راغلي؛

د افغانستان د اساسي قانون د ۶۴مې مادې او ۱۹مې فقر د حکم له مخې د هېواد سیاسي شخصیت عبدالرشید دوستم ته د سیاسي بندون د حل او په هېواد کې د ثبات د ټینګښت په موخه د مارشالۍ رتبه ورکوم.

د دې لنډ فرمان متن دوه مهمې یادونې کوي، عبدالرشید دوستم د نظامي پر ځای یو سیاسي شخصیت یاد شوی دی او تر څنګ یې یاده ستره نظامي رتبه هم د سیاسي بندون د حل او سیاسي جوړجاړي په نتیجه کې ورکړل شوې ده. په ورته وخت کې په رسمي ډول ارګ څه نه دي ويلي او نه يې هم ددې لوړې پوځي رتبې د ورکړې محفل او سياسي پروټوکل په اړه وضاحت ورکړی دی.

ښاغلی دوستم یوازې د ښوونځي لومړني ټولګي لوستي او بیا د ځايي وسله‌والو د یو جنګي مشر په توګه پاتې شوی دی. د افغانستان د کورنیو جنګونو پر مهال د جنبش ملي اسلامي ګوند د مشر په توګه په ډېرو وژنو او تېریو تورن دی چې تر دې دمه یې هېڅ ډول پلټنه نه ده شوې.

ښاغلی دوستم په ۲۰۱۴ کې د اوسني ولسمشر اشرف غني په ټاکنیز کمپاین کې د لومړي مرستیال په توګه وټاکل شو چې د یو شمېر سیاسي لانجو په خاطر یې یوازې محدوده دوره په خپل دفتر کې تېره کړه او تر هغه وروسته په جوزجان او یا هم په ترکیه کې و اوسید تر دې چې د خپل سیاسي رقیب احمد ایشچي باندې د جنسي زور زیاتي له کبله یې دوسیه لویې څارنوالی ته ولاړه.

د جنرال دوستم د ملېشه ځواکونو له خوا کورنيو جګړو کې د زرګونو انسانانو وژل کېدل، ځورېدل، چور او چپاول؛ د حامدکرزي او محمد اشرف غني د واکمنۍ پر مهال د حکومت پر وړاندې پوځي او سياسي بغاوتونه او ګواښونه؛ پر احمد ايشچي د جنسي تيري قضيه او ورته نور پېښې هغه څه دي چې نړيوالو رسنيو  او بشري ادارو د جنرال دوستم په اړه ليکلي او دی يې د جنایتکار په ډول معرفي کړی دی.

له سره چې کله جنرال دوستم ته د مارشالۍ په تړاو غږ پورته شو، ګڼ غبرګونونه يې هم لرل، ادعاوې دا وې چې ګويا دوستم د هېواد په کورنيو جګړو، وژنو، ورانۍ او ظلم تورن دی، د هېواد پوځي نظام ته سپکاوي او په يوې لويې پوځي رتبې مسخره بلل کيږي. غوښتنې خو دا وې، مخکې له دې چې دوستم ته د مارشالۍ رتبه ورکړل شي، باید د هغه د بشري حقونو د سرغړاوي او ان له احمد ایشچي سره د ناوړه چلند د تور دوسيې یې وڅېړل شي.

د سياسي حالاتو څارونکي په دې باور دي چې د هېواد لپاره د سياسي مصلحت له مخې دا کار تر سره کېږي او ولسمشر ته پکار ده، چې د دوستم د مارشالۍ لپاره کوم لوی سياسي پروټوکل په پام کې ونه نيسي، بلکې يوازې د يوه فرمان له مخې همدا څه دې ورکړل شي.

څارونکي  په دې باور دي، هغه معیارونه چې په نظامي چارو کې د مارشالۍ لپاره مشخص دي، جنرال دوستم له هغو نظامي معیارونو سره برابر نه دی.

د مارشالۍ رتبه د ډېرو سترو پوځي بریاوو د لاسته راوړلو په بدل کې ورکول کیږي. له حقوقي اړخه د مارشالۍ لپاره دا هم مهمه ګڼل کیږي، چې دغه کس باید په کوم جنګي جنایت تورن نه وي، خو له بده مرغه چې په ښاغلی دستم پسې ګڼې دوسيې تړل شوې دي.

پر ښاغلي دوستم د جنګي جنایتونو، جنسي تیریو او نورو جرایمو تورونه شته، البته له حقوقي پلوه د محکمې له حکم پرته څوک مجرم نه ګڼل کیږي، خو ستونزه داده، چې ددغو تورونو سپیناوی هم تراوسه نه دی شوی د دوستم او ایشچي موضوع تراوسه پر ځای پاتې ده.

تازه د سرطان په ۲۵مه د جوزجان ولایت په شبرغان ښار کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې چې د مصالحې د عالي شورا رییس ډاکتر عبدالله عبدالله هم په کې ګډون کړی و، د مارشالۍ رتبې مراسم نیول شوي ول. د افغانستان د ملي دفاع وزارت، ملي امنیت شورا او د امنیتي او دفاعي سکتور نورو مشرانو په دې مراسمو کې ګډون نه دی کړی.

له دې ښکاري چې دا رتبه د  هېوادنيو ستونزو د حل  ترڅنګ يوه سياسي اعزازي رتبه  ده، نه پوځي هغه چې دوستم دې پرې نازول شوی وي. غوښتنې هم دا دي، چې د دوستم پر وړاندې پرتې ټولې دوسيې بايد وڅېړل شي، نه دا چې په ښاغلي دوستم پسې قيد هغه دې دوسيې تر خاورو لاندې شي.

دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب