په مزار شریف ښار کې د نامسوولو وسلهوالو ۱۵۰ قرارګاوې فعالیت کوي
په ولسي جرګه او ولایتي شورا کې د بلخ د خلکو استازي وایي، په دې ولایت کې د سیاسي ګوندونو او یو شمېر کړیو د نامسوولو وسلهوالو د فعالیت له کبله د ښار او ولسوالیو امنیت خراب شوی او د مزار شریف ښار کوڅو د يوه امنيتي مرکزونو څېره مندلې ده.
دوی وایي، دغه نا مسووله وسلهوال په بلخ کې په یوې حاکمې ډلې پورې اړوند دي، چې له باج نیونې شروع بیا تر غلا او انسان تښتونو پورې په ډېرو لويو دوسيو او قضيو کې لاس لري.
په ولسي جرګه کې د بلخ د خلکو استازی ګل رحمن همدرد وایي، دلته لهپخوا راهیسې حاکمه اداره په یوې ډلې پورې تړلې ده، د قواوو تفکیک نهشته، ځکه نا مسووله وسلهوال زیات شوي او ټول ولایت یې نا امنه کړی دی:
دوی ولس، قانون او حکومت ته ژمن نهدي، بلکې یوازې یوې معلومې ډلې ته ژمن دي، چې لخوا یې ټاکل کېږي. د همدې ډلې د ملاټر په درلودو فساد کوي او له ولس، بزګرانو او دوکاندارانو باج اخلي.
نوموړي افغانیې سره په خبرو کې وویل، یوازې په مزار شریف ښار کې د نا مسوولو وسلهوالو تر ۱۵۰ ډېرې قراګاوې شته او فعالیت کوي چې دا خپله د ښار امنیت په خرابولو کې لوی لاس لارلی شي:
په دغو قرارګاوو کې داسې کسان هم شته، چې ورسره نوي وسلې لېدل شوې، خو دا چې د چا لهخوا او ولې وېشل شوې، هغه پوښتنه ده چې حکومت یې باید په اړه مالومات ورکړي.
د بلخ اوسېدونکي هم له دغه وضعیت په تنګ راغلي او وایي، دلته ډېری امنیتي او نور مسوولین د یوه سیاسي تفاهم په ترڅ کې ګومارل شوي او یوازې هغوی ته وفادار دي، چې مقرر کړي یې دي.
دا نو د پړې ټوله ګوته څو پخوانيو تنظيمي مشرانو او د هغوی قومندانانو ته نيول کېږي، چې له ډېر وخت راهيسې يې په دې ښار کې د واک جزيره جوړه کړې او خپلو ناکردو ته دوام ورکوي.
نږدې ۸۰ ورځې کېږي، چې د عبدالرووف په نوم یو ماشوم د انسان تښتوونکو له لوري تښتول شوی، خو امنیتي ځواکونه تر اوسه په دې نهدي توانېدلي، چې نوموړی د تښتونکو له منګلو وژغوري، اوس تازه ولسمشر غني د بلخ ټولو مسوولینو ته خبرداری ورکړی، چې که دغه ماشوم د انسان تښتوونکو له منګلو ونهژغوري نو ټول مسوولین به له دندو ګوښه کړي.
د بلخ ولایتي شورا وکیل ذبیحالله کاکړ د بلخ نا امنیو په اړه وایي، طالبانو د مزار ښار دروازو ته نږدې شوي او چریکي ګروپونه یې هم د دولتي کارکوونکو د ترور لپاره خپل فعالیتونه ګړندي کړي دي. د نوموړي په خبره طالبانو او نورو ترهګرو ډلو ته د فعالیت زمینه هم همدې نا مسوولو وسلهوالو برابره کړې ده:
په مزار شریف ښار کې د جمعیت، حزب وحدت او جنبش ګوند وسلهوال او همدا راز ډېری پخواني محلي قومندانانو وسلهوال فعالیتونه کوي.
دی وایي، هغه جنګیالي چې د محلي پولیسو په لیکو کې یې دندې لرلې او ولسوالیو کې یې د طالبانو پر وړاندې جګړه کوله، د ولسوالیو د سقوط په پایله کې اوس ټول په ښار کې مېشت شوي، ځینې یې ملي اردو ته جذب شول او پاتې نور یې ځانونو ته باڼدونه جوړ کړي دي او غلاوې ترسره کوي.
ښاغلی کاکړ د نا مسوولو په اړه وایي:
هغه محلي قومندانان چې له ولسوالۍ تښتېدلي له امنیتي ادارو د دوو ساتونکو امر اخلي، خو له ځانه سره تر ۱۵ وسلهوال ګرځوي. د دوی معاشونه بند دي، نو مجبور دي چې ناقانونه توګه پیسې ترلاسه کړي.
د افغانیې د مخکني راپور له مخې، په مزار شریف ښار کې د نږدې ۱۰۰ قمارخانې چې پهکې د خلکو د تښتونې، لوټ او ناراميو پلانونه جوړېږي، هم د همدې نا مسوولو وسلهوالو لهخوا چلول کېږي، چې د ښار په نا امنولو کې عمده رول لري.
ولسي جرګه کې د بلخ خلکو استازې فوزیه حمیدي بیا وایي، یو شمېر وسلهوالو ته د ځینو خاصو کړیو لهخوا چې د دولت په ګډون یې ټول پېژني، ناقانونه وسلې وېشل شوي او همدوی په ټولو جرمونو کې لاس لري.
د نوموړې په وینا دمګړۍ په مزار شریف ښار تر ۳۰ سلنه زیات نا مسووله وسلهوال په فعالیت بوخت دي، چې د یوې ځانګړې کړۍ لهخوا حمایه کېږي. د يه ښکاره د چا نوم نه اخلي.
اغلې حمیدي د ولسمشر لهخوا د بلخ مسوولینو ته د تښتول شوي ماشوم د پیدا کولو لپاره د ضربالعجل د ټاکلو پرېکړه ستایي خو زیاتوي، حکومت باید په دغه برخه کې جدي اقدامات وکړي، یوازې په ادلون بدلون اصلاحات نهرامنځته کېږي.
د بلخ امنیه قومندانۍ بیا که څه هم په مزارشریف ښار کې د نا مسووله وسلهوالو د قراګاوو موجودیت او فعالیت مني، خو زیاتوي، چې په دومره شمېر کې نهدي.
د امنیه قومندانۍ ویاند عادل شاه عادل افغانیې ته وویل:
د بلخ امنیتي وضعیت ښه دی، هومره خراب نهدی، لکه څومره چې ویل کېږي، یوازې همدا د ماشوم پېښه ده، چې په رسېدنه کې یې ځنډ راغلی دی.
د نوموړي په وینا، پولیس خپله دنده په ښه توګه مخ ته وړي، همدا تېره اوونۍ امنیتي ځواکونو د نا مسوولو وسلهوالو څو قرارګاوې نیولي او د بېلابېلو جرمونو په تور نږدې ۷۰ کسان هم نیولي دي.