Post Image

د روغتیا نړیوال سازمان وایي، راتلونکې میاشت کې به د پوهانو یوه ډله د کرونا ویروس اصلي سرچینې موندلو لپاره د چین ووهان ښار ته چې‌ په‌کې د کرونا لومړنۍ پېښه ثبت شوې وه، سفر وکړي.
د یاد سازمان د مالوماتو له مخې، یادې څيړنې به شاوخوا څلور یا پنځه میاشتې وخت ونیسي.
دوی ویلي:
« د روغتیا نړیوال سازمان هېچا ته د ملامتۍ د ګوتې نیولو هڅه نه کوي، بلکې په راتلونکي کې د ناروغیو د خپرېدو مخنیوي هڅه کوي.»
د شته راپورنو له مخې ویل کیږي، چې ممکن د کرونا ویروس د ووهان ښار د څاریو د خرڅلاو په یوه بازار کې پیدا شوی وي.
په تېره ډیسمبر میاشت کې، د ووهان مرکزي روغتون یوه چینايي ډاکتر لي وین لیانګ خپلو ډاکټرو ملګرو ته د یوه نوي وېروس د خپرېدو خبرداری ورکړ چې وروسته بیا د همدې وېروس له کبله ومړ.
د کرونا وېروس له خپریدو تر اووسه په ټوله نړۍ کې ۷۳،۴۱۸،۱۸۱ کسان په یادې ناروغۍ اخته شوې چې له ډ‌لې یې۱،۶۳۳،۲۷۲  ناروغان مړه شوي او ۴۱،۵۴۹،۴۹۰ رغیدلي دي.
دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب