Post Image

د کورنیو چار وزارت وایي، نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د هېواد په شپږو ولایتونو کې ۱۴ کسان د نشهيي توکو پلور او قاچاق په تړاو نیولي دي. همدا راز کندهار او هلمند ولایتونو کې ۱۸ طالبان وژل شوي او یو بل ټپي دی.

د یاد وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د نیول شویو کسانو له ډلې؛ کابل کې یو، بدخشان کې دوه، ننګرهار کې اوه، فاریاب کې دوه، دایکندي کې یو او همدارنګه سمنګان کې هم یو کس نیول شوی دی.

له یادو کسانو څخه ۲۷ کیلوګرامه تریاک، ۲۰ کیلوګرامه ښيښه، یو کیلوګرام هیرویین، دوې قبضې تفنګچې او همدارنګه د نشه يي توکو د پلور له درکه ۶۳۵۰۰ افغانۍ هم ترلاسه شوې دي.

په ورته مهال د ملي دفاع وزارت وایي، امنیتي ځواکونو په کندهار کې ۱۰ طالبان وژلي، یو بل یې ټپي کړی او هلمند کې هم د دې ډلې ۸ جنګیالي وژل شوي دي.

بلخوا د کندهار ځایي چارواکي وایي، وسله والو غلو د کندهار ښار لسمې حوزې اړوند کابل اډې ته نږدې یوه کور ته ورغلي، یو کس یې په ډزو وژلی او بل یې ټپي کړی دی، لوګر کې هم د ولسي پاڅونکونکو پر پوسته برید کې نهه پاڅونکونکي وژل شوي او یو بل ټپي دی.

 

 

دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب