Post Image

د بهرنیوچارو وزارت مسوولین وايي، افغانستان او ازبکستان د برېښنا د لېږد قرارداد پر سره د افغانستان برېښنا شرکت او د ازبکستان انرژی وزارت ترمنځ هوکړې ته ورسېدل.

د افغانستان بهرنيو چارو وزارت تازه مالومات ښيي، چې سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر په مشرۍ دولتي استازي د ازبکستان بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف سره لیدلي او د برېښنا لېږد، سوداګرۍ او ترانسپورت په برخه کې د همکارۍ په پراختیا يې هوکړه کړې ده.

د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د برېښنا لېږد ددغه لس کلن تړون له مخې به د پلازمېنې په ګډون د هېواد شمالي، سوېلي او سوېل لوېدیځ ولایتونو ته ۲۴ ساعته برېښنا ورکړل شي.

د دې هوکړه‌لیک له مخې، د ۵۰۰ کیلوواټ برېښنا د لېږد مزي له بشپړېدو وروسته به په لومړي او دويم کال کې په ساعت ۴.۲۵ ګېګاواټه برېښنا او په راتلونکو کلونو کې به ۶ ګېګاواټه برېښنا افغانستان ته صادر شي.

د روانې میلادي میاشتې په لومړیو کې بهرنیو چارو وزارت ویلي و، چې کابل او تاشکند به افغانستان ته د ۱۰ کلونو لپاره د برېښنا پر ارزانه بیه لېږد هوکړه وکړي.

خو دلته هغه خبره ګټ مټ صدق کوي، چې پردی کټ تر نيمو شپو وي. د روان ميلادي کال په سرطان مياشت کې تاجکستان له افغانستان سره خپله قرارداد شوې ۳۰۰ مېګاواټه برېښنا پرې کړه، يوازې يې ۴۰ مېګاواټه پرېښو ده، دا کار يې ځکه وکړ، چې ياد هېواد خپله د برېښنا له کموالي سره مخ شوی و.

تر هغه وروسته افغانستان هڅې پيل کړې، چې له ازبکستان سره خپل قراردادونه تازه کړي، ترڅو وکولای شي، له دې اړخه بديل پيدا کړي او ځان په پښو ودروي.

په تېرو دوو لسيزو کې افغانستان ته بې کچې مرستې راغلې، خو له دې ټولو مرستو سره سره د افغان ولس لومړنۍ اړتياوې هم لاپوره نه‌شوې، ښوونځی نه‌لري، روغتون نشته، سړک کچه دی، د څښکاک پاکو اوبو ته کم کسان لاس رسی لري، کرنې په برخه کې بدلون هغومره نه دی، چې حساب پرې وشي. د برېښنا په اړه خو  عملاً په تورتم کې ناست يو، لا هم د يويشتمې صدۍ پر لور نه يو ور روان شوي.

ددې ترڅنګ چې له دې ډول لومړنيو خدمتونو خلک په کليوالي سيمو کې بې برخې دي، په ښارونو کې هم هغومره بدلون نه محسوسيږي، له يو عالم ستونزو سره لاس او ګريوان ژوند روان دی. تر اوسه پورې چې هره مرسته شوې، لوټه په  اوبو کې اېښودل شوې، پل پرې اېښودل شوی دی.

نړيوالو هم د افغانستان اساسي ستونزې يا درک نه کړې او يا يې هم په لوی لاس نه غوښتل چې دا ولس د وخت له جبر را وباسي، د ژوند په خوږو يې موړ کړي.

د برېښنا په برخه کې د افغانستان  لپاره بلا کار کېده،  خو تر اوسه هېڅ داسې پروژه نه ډيزاين شوه او نه هم په دې برخه کې د نړيوالو ډونرانو د هڅونو لپاره کار وشو، چې تياره افغانستان يې روښان کړی وای.

افغانستان د برېښنا توليد په برخه کې د زیاتو سرچینو له لرلو سره سره بیا هم په کلني ډول تر ۸۰ سلنه ډېره برېښنا له خپلو ګاونډیو هېوادونو ایران، تاجکستان او ازبکستان څخه را واردو، چې ددې هېوادونو هر وخت زړه شي، سوچونه ووهي، افغانستان تپه تياره کړي.

د وارداتي برېښنا يوه لويه ستونزه دا ده، چې د افغانستان لپاره دايمي پروژه نه ده، د عوايدو له اړخه درنه ده، پکار خو دا وه چې دا ډول عوايد د حکومت خزانې ته تللي وای.

موږ د سېند په غاړه پروت ولس يو خو له تندې مرو.

که په تېرو دوو لسيزو کې دې برخو ته جدي پام شوی وای، په دې پرېمانه سېندونو باندې د بندونو له جوړولو اخو په بادي او لمريزه برېښنا پانګونه شوې وای، لويې ستونزې به اوارې وې، نه يوازې دا چې افغانستان به د برېښنا له اړخه په ځان بسيا شوی و، ان د برېښنا د صادروونکي رول يې هم لوبولای شوای.

مالومات ښيي چې د افغانستان ۷ ولایتونه د۳۰ زره میګاواټه بادي برېښنا د تولید وړتيا لري، چې هم‌مهاله دوه بهرني شرکتونو په دې برخه کې کار کوي، اوس مهال ۲۵۰ کيلواټه توليديږي او د ۲۵میګاواټه بادي برېښنا د توليد چارې روانې دي، چې په دوو کلونو کې به بشپړه شي.

که څه هم ولسمشر محمد اشرف غني په ۲۰۱۴ کال کې د ولسمشريزو کمپاینونو پرمهال ویلي و، چې بادي برېښنا به د ده د کار له لومړیتوبونو وي، له دې اړخه به افغانستان په ځان بسیا کړي، خو د شپږو کلونو په تېرېدو هم حکومت نه دی توانېدلی، چې په دې برخه د پام وړ پانګونه وکړي، نه يوازې دا چې ځان يې بسيا نه کړ، ورځ تر بلې ځينې چانسونه هم له لاسه ورکوو، ځکه چې مرستې کمېږي او د نړيوالو فکر په بله اوړي.

د  برېښنا د نشتوالي له امله کاربار او خصوصي سکټور په برخه کې  ډېر څه په ټپه ولاړ دي، کارخونې يو په بل پسې تړل کېږي. اساسي مسئله دا ده، چې لا هم هېواد مشران د برېښنا مسئله يوه عادي هغه بولي، نه په دې برخه کې پانګونه را جذبولای شي او نه هم دې برخې ته خپله پام کوي.

پکار دا ده، چې ددې ډول هوايي  پروژو پر ځای په زېربېنايي پروژو تمرکز وشي، له يوه لوري به خلکو ته د کار زمينه برابره شي، له بل لوري به خپله دايمي برېښنا او زېربېنايي پروژه پلې شي.

دا سمه ده، چې د ازبکستان دا لس کلنه پروژه به زموږ لپاره ۲۴ ساعته برېښنا برابره کړي، خو هغه پانګه چې له دې لارې له افغانستان څخه تښتي، هغه ته بايد حساب وشي.

دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب