Post Image

ځینو سیاسي او جهادي مشرانو افغان ولسمشر ته د خپل امنیت خونديتوب په موخه لیک استولی او اندېښنه يې ښودلې، چې حکومت د دوی د ساتونکو شمېر کم کړی، دې برخې ته بايد پام وشي، ځکه چې حالات د دوی په ګټه نه دي.
  هغو سیاسي مشرانو چې دغه لیک یې لیکلی، افغان حکومت یې په توپیري چلن تورن کړی او ویلي یې دي، حکومت د لوړپوړو سیاسي، جهادي مشرانو او نورو لوړ پوړو چارواکو د امنیت مسوولیت لري.
اوس په تازه مهال کې د افغانستان د ملي امنیت شورا ويلي، دوی د سیاسي او جهادي مشرانو امنیت خوندیتوب ته ژمن دي، په اړه يې کوټلي ګامونه پورته کړي دي. امنيت شورا ويلي، وړاندې تر دې د لوړ پوړو چارواکو او مشرانو په ساتنه ۴۰۰۰ميليونه افغانۍ لګښت راته، چې تر اصلاحاتو وروسته یې دا لګښت یو اعشاريه دوه میلیارد افغانیو ته راښکته کړی دی.
امنيت شورا له سياسي مشرانو غوښتي، چې که دوی د زیاتو ساتونکو اړتيا لري، نو کولای شي په خپل لګښت د عامه تصدۍ ریاست ساتونکي له يادې تصدۍ څخه وګماري.
د مالوماتو له مخې اوس مهال کریم خلیلي ۱۲۵ ساتونکي لري، د حاجي محمد محقق ۱۵۰ او جنرال عبدالرشید دوستم ۱۸۰ ساتونکي لري، چې د ټولو سياسي او جهادي مشرانو د ساتونکو شمېر خورا حيرانوونکي او لوړدی. 
ددې ساتونکو لګښت د ملت له ونډې ورکول کېږي، په دې پيسو بايد د افغانستان زېربيناوې ابادې شوې وای، په دې پيسو بايد د ولس دسترخوان ډک شوی وای او په دې پيسو بايد له تعليمي او تحصلي بنسټونو  نيولې تر روغتيايي هغه پورې نور اړخونه رغول شوي او اباد شوي وای، چې افغانان يې د بل له احتياج څخه بېغمه کړي وای.
افغانستان ته د سياسيونو په نوم نه بلکې د يوه فقير ملت د ژوندي او بسيا کولو په نوم نړۍ مرسته راماتې کړې، چې همدا د جينوا کنفرانس يې ښه بېلګه ده. په دې کنفرانس کې يوه هېواد او بنسټ هم د سياسي مشر او چارواکي په نوم، د هغه د ساتونکي او دسترخوان لپاره څه اعلان نه‌کړل.
د افغانستان داخلي عوايد خو بې له هغې هم د همدې څو لويو سياسي پنډتانو دي، خو هغه مرستې چې له نورو لوريو راځي، هغه هم ترې تروړل کېږي.
هره ورځ بې شمېره زلميان په دې خاوره سر ږدي، د جګړې لمبې دومره زورورې شوې، چې د هر کور تر ديوالونو لوړيږي، ددې لپاره چې همدا سياسيون د وطن د خير او ټيکاو لپاره  سره راټول شي، دوی بيا هم د خپل سر او د ګېډې غم اخستي دي، چيغې وهي، چې د  دوی له دسترخوان څخه بايد فقير ملت ته څه ورنه‌کړل شي، د وطن ساتنې پر ځای دې د دوی د شخصي شېرازې امن وساتل شي، ترڅو په  دې دوزخ کې د ځان لپاره جنت ساز کړي.
همدا اوس د هېواد په ۲۸ ولایتون کې جګړه روانه ده، ان په ځینو سیمو کې په پوره شمېر امنیتي ځواکونه نه‌شته، خو د کابل په نستبا امن ښار کې بیا سياسیون له ۱۵۰ تر ۲۰۰ ساتونکو لښکر لري، دوی خلک نه ساتي په خلکو ځان ساتي، همدا ده، چې افغانستان د دوی د ۴۰کلنو ګناهونو او سرکښيو په دوزخ کې سوځيږي او پور يې پرې کوي.
ایا سیاسي مشران ریښتیا هم ځان ساتنه غواړي که حکومت له خوږ ګوتې نیسي؟
دا چې له یو خوا د سولې خبرې روانې دي او سیاسيون په تېره بیا جهادي مشران په یو ډول ځان لپاره د واک په لټه دي، یو شمېر د موقت حکومت ډول غږوي او ځینې نور یې بیا ځان ته متوجه ګواښونه د حکومت پر غاړه ور اچوي، نو له دې ښکاري چې دوی غواړي په راتلونکي کې یو ځل بیا په دې کړېدلي ولس ځان تحمیل کړي.
د دې پر ځای چې سیاسي مشران له شته نظام او منتخب حکومت ملاتړ  وکړي، ترينګلتيا لپاره حل پيدا کړي، له فرصت په استفادې غواړي چې حکومت له خوږ ګوتې ونیسي، د ساتونکو په ډېر والي یوه بله عایداتي سرچنیه ځان لپاره پیدا کړي، ځکه تر دې وړاندې هم د خيالي ساتونکو او دسترخوانونو امتيازات شخصي جيبونو ته تللي دي.
په شته ناوړه حالاتو کې ولس ته په‌کار دي چې د کورنیو او بهرنیو شر خوښوونکو پر وړاندې د خپل نظام، پوځ، حکومت، ملي حاکمیت  او ملي ارزښتونو ملاتړ وکړي او د دښمن پر مخ درنه څپېړه ورکړي.
حکومت باید له هغه سیاسي او جهادي مشرانو سره چې غواړي له فرصت استفاده وکړي او لا نور د خلکو پر زخمونو مالګې ودوړي، په هډونو يې ور د ننه شي، کلکه مبارزه وکړي، ولس نور د دوی له انحصار وژغوري.
اوس ددې وخت دی، چې د وطن ساتنې ته لومړيتوب ورکړل شي، افغانستان پر کرښو او سرحدونو کې له دښمن سره په جګړه دی، ددې لپاره چې دا جګړه وګټي، نو ټول پام بايد دې برخې ته واړوي.
د لوږې پر وړاندې د افغان حکومت مبارزه بايد لومړيتوب پيدا کړي، هغه ۴۰۰۰ميليونه افغانۍ بايد د ولس په دسترخوان ولګول شي، په کار روزګار ولګول شي، هغوی چې د ساتونکو لښکرې غواړي، هغوی له دې فقير وطن څخه همدومره پيدا کړې، همدومره يې ترې لوټلې دي، چې ځانونه او نسلونه د پېړيو پېړيو لپاره پرې ساتلای او بسيا کولای شي.
دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب