Post Image

د هند بالیووډ دوه وتلي فیلمي لوبغاړي عرفان خان او ریشي کپور د سرطان ناروغۍ له کبله مړه شول.

هندي رسنیو راپور ورکړی چې د بالیووډ  نامتو او پخوانی ستوری ریشي کپور د ۶۷ کلونو په عمر د هند په ممبۍ ښار کې مړ شوی دی.

هندي رسنیو ویلي چې شاوخوا دوه کاله وړاندې د نوموړي د سرطان ناروغي تشخیص شوې وه.

ریشي کپور په لومړي ځل د اداکار په توګه په ۱۹۷۰ کال د خپل پلار راج کپور په یوه فلم "مېرا نام جوکر" کې راڅرګند شو.

دا په داسې حال کې ده چې د ریشي کپور تر مړینې یوه ورځ مخکې د بالیووډ یو بل وتلی فلمي ستوری عرفان خان هم مړ شو.

د هند فلمي لوبغاړی عرفان خان چې د هالیووډ او بالیووډ تر سلو ډېرو فلمونو کې یې کار کړی پرون د دې هېواد په ممبۍ ښار کې ومړ.

تېرو ورځو کې د عرفان خان مور سعیده بېګم هم د هند د راجستان ایالت په حیپور کې په حق ورسېده او په ټول هېواد کې د قرنطین له امله نوموړي د خپلې مور د جنازې په مراسمو کې ګډون ونه شوی کړی.

د هند بالیووډ ګڼ شمېر ستورو او لوبغاړو د داوړو په مړینې خواشیني څرګنده کړې ده.

دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب