Post Image

د کندهار ولایتي شورا غړي او د افغانستان وسپنې ویلې کولو فابریکو د ټولنې مسوولین وایي، پاکستان ته د کباړ شویو وسپنو قاچاق لا هم په ډېرې توندۍ روان دی، چې هره ورځ له ۱۵  تر۲۰ موټر وسپنه د سپین بولدک بندر له لارې یاد هېواد ته قاچاق کېږي.
د وسپنې ویلې کولو فابریکو مسوولین ټینګار کوي، که بهرنیو هېوادونو ته د وسپنې قاچاق مخه ونه‌نیول شي، نو لرې نه ده چې دلته شته فابریکې خپلې چارې ودروي او په میلیونونو ډالر پانګونه یې له‌منځه لاړه شي.
د کندهار د ولایتي شورا وکیل حاجي نعمت الله شیردلي افغانیې ته وویل، د سپین بولدک بندر له لارې هر ورځ له ۱۵ تر۲۰ موټر چې ټول‌تال ۱۰۰۰ټنه وسپنه په‌کې بار وي، پاکستان ته په غیر قانوني ډول اړول کېږي.
د نوموړي په وینا، کندهار ولایت کې د وسپنې قاچاق تر شا پراخې کړۍ لاس لري چې له ټولو مشهور یې د شنکي په نوم د وسپنې یو سوداګر دی:
 قاچاق کوونکي د شپې له خوا د ګمرک کارکونکو ته د پیسو په بدل کې یاده اندازه وسپنه قاچاق کوي او هلته یې بیا له دې ځایه په لوړه بیه پلوري، خو حکومت یې لا هم په مخنیوي کې پاتې راغلی.
نوموړی وایي، پاکستان لا هم د خپلې اړتیا وړ تر ټولو زیاته اندازه وسپنه له افغانستان څخه په قاچاقي لارو ترلاسه کوي، ځکه افغانان دغه وسپنه پر دوی خورا ارزانه پلوري، خو هغوی یې د ټیټ کیفیته توکو په جوړولو بېرته پر موږ په لوړه بیه پلوري.
د کندهار له سپین بولدک څخه پاکستان ته د وسپنې قاچاق موضوع د ولسي جرګې غړی ګل احمد کمین هم تاییدوي، خو وایي چې  نه یوازې له کندهار بلکې له ټولو هغو ولایتونو چې پاکستان سره پر کرښه پراته دي وسپنه قاچاق کېږي.
ښاغلي کمین افغانیې ته وویل، له کندهار ولایت هم وسپنه قاچاق کېږي، خو کره مالومات یې په اړه نشته چې څومره او د کومو کړیو له لوري کېږي.
د وسپنې کاروباریانو په وینا، د افغانستان وسپنه پاکستان ته په پراخ ډول قاچاقېږي، او دوی اړ دي چې د خپلې اړتیا وړ وسپنه له تاجکستان، ایران، روسیې او حتی له پاکستان څخه بېرته په لوړه بیه را وارد کړي.
                                     
د افغانستان د وسپنې ویلې کولو اتحادیې مشر عبدالبصیر رشتیا وايي، د وسپنې قاچاق  او د برېښنا نه شتون د دې لامل شوی چې زموږ نږدې ۵۰ سلنه شرکتونه او فابریکې خپل کارونه بند کړي او کارکونکو ته رخصت ورکړي.
نوموړی وايي، په ټول افغانستان کې د وسپنې ویلي کولو او کاروبار ۵۰ فابریکې شته چې له ډلې یې ۲۲ فابریکېط د خامو موادو او برېښنا نه شتون له کبله بندې شوي او پاتې نورې هم د خورا ستونزو سره لاس او ګریوان دي:
 پاکستان ته هره ورځ د سپین بولدک بندر له لارې نږدې ۱۰۰۰ ټنه وسپنه قاچاق کېږي، چې دې چارې په کور دننه د وسپنې ویلي کولو په فابریکو خورا ناوړه اغېزې کړي او نږدې ۱۵۰۰ کسان له دې امله بې کاره شوي دي.
نوموړی وايي، پاکستان د دې لپاره چې خپلې داخلي فابریکې پیاوړې او خلکو ته د کار زمینه برابره کړي، پاخه مواد په ارزانه بیه افغانستان ته صادروي.
په  افغانستان کې د وسپنې ویلي کولو پر فابریکو ۵۰۰ میلیونه ډالر پانګونه شوې او ۱۲۰۰۰ کسانو ته یې په مسقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره کړې ده.
د مالوماتو له مخې که له افغانستان څخه د وسپنې قاچاق او برېښنا ستونزه حل شي نو په کور دننه فابریکې کولای شي د  هېواد ۸۰ سلنه اړتیاوې پوره کړي.
د میهن وسپنې ویلې کولو فابریکې مسوولین وايي، اوس مهال د وسپنو ډېری فابریکې د خامو موادو له کمښت سره مخ شوي چې عمده لامل یې له هېواد څخه د وسپنې قاچاق دی.
د یادې فابریکې د اطلاع رسونې مسوول امید فضلي له پاکستان ته د وسپنو د قاچاق عمده لاملونه په بندرونو کې فساد، د سرحدي سیمو خلکو ته د پاکستاني طرف نږدې والی او تور بازار شتون یادوي او وایي:
موږ د وسپنې یو ټن په ۳۰۰ او پاکستان  یې په ۳۳۰ ډالر اخلي، چې دومره توپیر نه‌لري خو بیا هم د امنیت نه شتون، لارو خرابوالي او د ادارو کم ظرفیتي له کبله خلک د وسپنې قاچاق ته زړه ښه کوي.
په دې تړاو مو د کندهار والي ویاند بهیر احمدي سره اړیکه ونیوله خو نوموړي په دې اړه بې خبري وښوده او له څه ویلو یې ډډه وکړه.
بل‌خوا ځايي خبریالان او ان د ولایتي شورا یو شمېر غړي هم مني چې د کندهار سپین بولدک بندر له لارې هره ورځ په ډېره اندازه وسپنه قاچاق کېږي، خو دوی ځان ته د شته امنیتي ګواښونو له امله د مالوماتو ورکولو ډډه کوي.
د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د شپږنیمو بجو په ۸۱مه  امنیتي غونډه کې ویلي وو، چې په کندهار کې چارواکي د حکومت حکم پر خلاف لا هم له افغانستان څخه پاکستان ته د زړو وسپنو قاچاق ته اجازه ورکوي، په داسې حال کې چې په هېواد کې د وسپنې ويلې کولو پنځوس فابريکې شتون لري چې څه باندې پنځه سوه ميليون ډالر پانګونه پرې شوې ده.
دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب