Post Image

د ملي دفاع وزارت وایي، امنیتي ځواکونو د تېرو ۲۴ ساعتونو پر مهال په میدان وردګ، کندهار او کاپیسا ولایتونو کې د څلورو پاکستاني اورپکو په ګډون ۱۷ طالبان وژلي او نهه نور یې ټپیان کړي دي.

د یاد وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د وژل شويو له ډلې د څلورو پاکستانیانوپه ګډون ۱۰ په کندهار، یو په میدان وردګ او ۶ نور په کاپیسا ولایت کې وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي.

په ورته مهال د کورنیو چارو وزرات وايي، ځانګړو ځواکونو د هرات ولایت په اړوند سیمو کې د څو جلا عملیاتو په ترڅ کې پنځه تنه د جنايي جرمونو په تړاو نیولي او همدا راز یې  کندهار ولایت کې دوه کسان د هدفي وژنو په تور نیولي دي.

له نیول شویو کسانو څخه شپږ میله بېلابېلې وسلې، شپږ قبضې لاسي بمونه، دوه پایې مخابرې، یو عراده موټر، یو اندازه چاودېدونکي توکي، مهمات او نظامي تجهیزات هم تر لاسه شوي دي.

بلخوا د هرات ځایي چارواکي وايي، وسله والو طالبانو تېره شپه د یاد ولایت ادرسکن ولسوالۍ په بادګیرک سیمه کې د پولیسو پوستې ته نژدې موټرسایکل بم ته چاودنه ورکړې چې پایله کې یې درې پولیس وژل شوي او دوه نور طالبانو له ځان سره ژوندي بیولي دي.

 

دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب