Post Image

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ له سي ان ان سره په مرکه کې ویلي، ناټو دې پایلې ته رسېدلې چې تر اوسه له افغانستان څخه د ځواکونو اېستلو ته وخت شته او له دغه هېواد څخه د ناټو ځواکونو په بیړه وتل به هلته زموږ لاسته رواړنې له‌منځه یوسي.
ښاغلي سټولټنبرګ ویلي، موږ افغانستان ته له امریکا سره یو ځای تللي یو او د ځواکونو اېستلو په تړاو به پرېکړه هم یو بل سره په مشوره کوو، د ځواکونو وتل په شرایطو پورې تړلي او طالبان باید خپلې ژمنې عملي کړي.
نوموړي همدا راز زیاته کړې، د ناټو غړي هېوادونه په افغانستان کې د سولې له پورسې ملاتړ کوي او د یوه سیاسي حل پلوي دي، طالبان هم باید په پوره ژمنتیا او حسن نیت د سولې خبرې مخ ته یوسي.
د ناټو عمومي منشي ویلي، موږ په افغانستان کې د سولې له پروسې ملاتړ کوو خو هېڅکله نه غواړو افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو په پناه ځای تبدیل شي.
دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب