Post Image

په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین وایي، د ښه نیت ښودلو له مخې د اختر تر ورځې به د افغان حکومت پاتې بندیان خوشي کړي.

نوموړي په خپل ټوېټرپاڼه لیکلي چې په قطر کې له امریکا سره د سولې د هوکړې له مخې غواړي د افغان حکومت د ۱۰۰۰ بندیانو د خلاصون بهیر بشپړ کړي: له مقابل لوري هم غوښتنه دا ده چې د دوحې د تړون له مخې د ۵۰۰۰ طالب بندیانو د خوشي کولو بهیر بشپړ کړي څو له اختر وروسته د بین الافغاني مذاکراتو لپاره زمینه برابره شي.

په ورته مهال، د مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره کابل کې د بندیانو د خوشي کولو پر بهیر خبرې کړې دي.

 

دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب