Post Image

د اقتصادي چارو شنونکي وايي، په افغانستان کې د اقتصادي ودې له منفي پنځه سلنې را ښکته کېدو سره به د سوداګرو پانګونه هم محدوده او اغېزمنه شي.

د اسیا پرمختیايي بانک په خپل تازه راپور کې ویلي، چې  په روان ۲۰۲۰ کال کې به د افغانستان اقتصادي وده منفي پنځه سلنې ته راښکته شي.

اقتصادي شنوونکی ايمل شپون افغانیې ته وویل، کله چې د یوه هېواد اقتصادي وده مخ په ښکته روان وي، تر ټولو لويې اغېز په پانګه‌والو کوي، هغوی د نورې پانګونې لپاره زړه نه ښه کوي.

د نوموړي په وینا، کله چې وده منفي خوا ته ځي، تر ټولو لوی فکټور یې د پانګونې کمښت، د شته پانګونې ناخوندیتوب دی.

اسيا پراختيايي بانک د روان ۲۰۲۰ کال په سر کې د افغانستان لپاره اقتصادي وده درې سلنې وړاندوینه کړې وه، خو د دوی د څېړنو پر بنسټ دا وده د کورونا د خپرېدو، سیاسي او امنيتي ننګونو له امله په روان ميلادي کال کې منفي پنځه ته ښکته کېدی شي. د مالوماتو له مخې، دا ډول ټېټېدل له ۲۰۰۳ کال راهیسې د افغانستان لپاره بې مخينې څه دي.

د اقتصادي ودې راښکته کېدو لاملونه که څه هم د کرونا وبا او د هېواد امنیتي وضعیت ښودل شوی، خو ښاغلی شپون زیاتوي، چې پر دې دوو لاملونو سربېره په هېواد کې د پانګه‌والو د شخصي خوندیتوب نه موجوديت، په بهرنیو مرستو تکیه، د کورنیو اړتیاوو نه پوره کول او د سولې مبهمه مسله هغه لاملونه دي، چې اقتصاد وده یې ښکته کړې ده.

د اسیا پرمختیايي بانک د اټکل له مخې راتلونکی میلادي کال به د افغانستان لپاره هیله بښوونکی وي، خو په دې شرط چې د سولې روانې خبرې مثبته پایله ورکړي. دوی د راتلونکي کال لپاره اقتصادي وده ۱.۵ اټکلوي.

حکومت باید څه وکړي؟

د سوداګرو په وینا، حکومت کوچني کاروبارونو او کارخونو لپاره د ملاټر سمه پالیسي نه‌لري.

ښاغلی شپون وایي، حکومت باید پانګوالو ته د سولې مبهمه مسله روښانه وکړي، ناستې دې ورسره وکړي او تضمین دې ورکړي، چې د سولې خبرو په پایله کې به د دوی د پانګونو تضمین کوي:

له کوچنيو کارخونو یا کوچنيو کاربارونو څخه دې د ملاټر سمه پالیسي جوړه کړي، څو واړه کارونه او پانګونې په ځان بسيا شي او په بهرنيو مرستو کړې تکيه مو را کمه شي.

د اقتصاد وزارت ویاند سهراب بهمن وايي، د کرونا اوبا له کبله زموږ وړاندوینې هم دا ښودلې وې، چې ښايي سږ کال د افغانستان اقتصادي وده منفي ۴ سلنې ته راښکته شي.

دی زیاتوي، سږکال د افغانستان لپاره ښه کال نه‌دی، خو وایي، چې افغان حکومت راتلونکې کال ته پلانونه لري، چې په ترڅ کې به اقتصادي وده مثبتې خوا ته ورشي او تر دوه سلنې به لوړه شي.

دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب