Post Image

په ۱۳۹۲ کال کې د ايراني استخباراتو سپاه پاسداران تر سيوري لاندې رامنځته شوی فاطميون لښکر اوس د افغانستان او سيمې لپاره يو جدي ګواښ ګڼل کېږي. د فاطميون ډلې وروستي مانورونه به ددې لامل شي، چې د داعش ډلې پام افغانستان ته را زيات کړي او دلته به مذهبي جګړو او بديو ته لار اواره شي.

وروستي راپورونه دا دي، چې د سپاه قدس ځواک اړوند فاطمیون لښکر د ایران په مشهد کې يوه لويه نړیواله غونډه کړې، چې پر افغانستان سر بېره د عراق، لبنان او بحرین شیعه جهادي ډلو هم په‌کې ګډون کړی او دلته يې د امريکا او اسرائيل پر ضد شعارونه ورکړي دي:

سید الیاس د فاطمیون لښکر مهم قومندان پېژندل کېږي، په دغه غونډه کې ویلي، له سیمې د امریکا د وتلو او د قاسم رضا د وینې له غچ اخیستو پرته به ارام ونه‌‌کړي.

 فاطمیون هغه لېوا ده، چې تر ټولو  زيات غړي يې په ايران کې مېشت افغان کډوال تشکيلوي او د سپاه پاسداران د سپاه قدس څانګې تر څارنې لاندې يې په سوريه کې د بشر الاسد ريژيم په ملاتړ فعالیتونه پيل کړل.

په ۱۳۹۲ لمريز کال کې د فاطميون لښکر د ۲۲ کسانو په ګډون د سوريې په زينبيه سيمه کې د خپل ظهور اعلان وکړ، ددې ډلې مشري علي رضا توسلي کوله، چې په ابو حامد مشهور و او په  ۱۳۹۳ کال کې د فسلطين سرحد ته څېرمه په تل قرين کې له خپل  مرستيال رضابخشي (فاتح) سره د فلسطيني بې پېلوټه الوتکې په بريد کې ووژل شو. دغې ډلې لومړی ځل په سوریه کې د بشارالاسد حکومت په پلوۍ د داعش پر وړاندې جګړه پيل کړه، چې د ۲۰۱۸ کال د راپورونو له مخې، په‌کې تر ۲۰۰۰ زيات افغان کډوال چې له ايران څخه ور استول شوي وو، ووژل شول.

په افغانستان کې سياسي او پوځي شنونکي په دې باور دي، چې ايران په خورا  سپين سترګۍ د افغان  کډوالو له ناچارې ورځې استفاده وکړه او افغان حکومت ونه تواندې، ددې لښکر د جوړېدو مخه ونيسي. دوی وايي، دا ډلې به افغانستان ته داځل مذهبي جګړې راوړي او ان په تېر ځل کې په افغانستان کې د شعيه‌ګانو په مذهبي ځايونو او مراسمو بريدونه هم کېدای شي، د سيمې  د استخبارتي کړيو کار وي، ترڅو خلک وهڅوي، چې د فاطمينو په ليکو کې شامل شي او دا پردۍ جګړې ور وګټي.

د چارو شنونکی مطيع الله خروټي افغانيې ته وویلي، د افغانستان بهرنۍ په ځانګړي ډول د سيمې په تړاو پاليسي کمزورې ده، ګاونډيان په ښکاره د افغانستان په چارو کې لاس وهنه کوي، له دې ځايه د خپلو جګړو د ګټلو لپاره کرايي جنګيالي جذبوي، خو دوی يې په مخنيوي نه دي توانېدلي.

ښاغلی خروټی زياتوي، ايراني ډيپلوماټانو هر  وخت ويلي، که د فاطميون لښکر افغان جنګياليو په سوريه او عراق کې جګړه نه وای ګټلې، داعش يې نه وای مات کړی، اوس به په افغانستان کې د داعش  د جګړې خطرناک اور بل وو:

ايران د پخوانيو مشرانو او رهبرانو په مټ دا ليکې پياوړې کړې او رهبرانو هر وخت خپل ملاتړي د ځان په ګټه کارولي، دوی له دې درکه منصبونه او مادي امتيازات تر لاسه کړي دي.

په ايران کې د دغې نړیوالې غونډې تابیا جبهه شباب المقاومت نومي سازمان کړې، چې د راپورونو له مخې په ۱۳۹۷ کال کې رامنځته شوی او هدف یې د ((خالص اسلام د صدور)) لپاره د افغانستان، عراق، سوریې، پاکستان، امریکا، برازیل، انګلستان او افریقا هېوادونو د ځوانانو جذبول بلل کېږي.

بل لورته افغان حکومت په بيا بيا د فاطميون لښکر د منحلولو غوښتنه کړې، په ګاونډي ايران يې غږ کړی، چې د افغان کډوالو او زلميانو له مجبورۍ او احساساتو دې ناوړه ګټه نه پورته کوي.

د پوځي چارو شنونکی حی ګل سليمانخېل افغانيې ته وويل، وېره دا ده، چې داسې هڅو سره به افغانستان ته پردۍ مذهبي جګړې راوړل شي او دا به داسې جګړې وي، چې افغانان به ورسره بل اوږد مهالی ناورين تجربه کړي:

د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ويلي و، له طالبانو سره به خبرې وشي، خو په افغانستان کې په بشپړه ډول جګړه نه ختميږي. له دې ښکاري چې افغانستان ته يوه بله جګړه راوړل کېږي، نړيوال په دې ځمکه د جګړې ختمولو اراده نه‌لري.

دا کيسې په  داسې مهال  زور اخلي، چې له يوه لوري افغانستان له طالب سره د خبرو مېز ته نېږدې شوی، له  بل لوري د يوې بلې پردۍ جګړې د اور تازه کېدو وېره  را پيدا شوې.

ښاغلی سلېمانخېل وايي، شعيه مشران بايد غږ پورته کړي، چې بچيان يې د پردۍ جګړې خوراک نه‌شي، له داسې کيسو يې را وګرځوي. ښاغلی سليمانخېل زياتو، تر ۳۰۰۰ زيات شعيه زلميان په  عراق او سوريه کې ووژل شول او دا تلفات د ډېری کورنيو لپاره ټکان ورکوونکي و، خو له ډېرې مجبورې ورځې يې خولې پټې ونيولې دي:

حکومت ته په‌کار ده، چې د فاطمينو په نوم د ورانکاره، خوځښتونو مخه ډب کړي، مشران او مالي ملاتړي يې ونيسي. که له دې  برخو سره عادي چلند وشي، افغانستان به د يوې بلې کورنۍ او مذهبي جګړې څپې پسې واخلي.

په لومړيو کې مالومات دا و، چې له ايران څخه د استول کېدونکو افغان زلميانو کورنۍ د ايراني استخباراتو (سپاه پاسداران) له لوري برمته کېدې، دوی به اړايستل کېدل، چې د بشار الاسد په ملاتړ د سوريې جګړې ته ورشي. جنګياليو ته ويل کېدل، کله چې په جګړه کې خپل نوبت تېر کړي، دوی ته به د ايران د تابعيت ترڅنګ خورا زيات امتيازات ورکړي، خو ددغه کسانو ډېری بيا له جګړې کله هم را ستانه  نه‌شول. 

په دې وروستيو کې داسې مالومات خپاره شول، چې ګويا ايران د فاطميون لښکر کورنيو او قربانيانو ته هېڅ راز پام نه دی کړی او د هغوی په حقونو يې خوله پټه کړې ده.

نېږدې يونيم کال د مخه د افغانستان د کورنیو چارو وزارت يوې سرچينې اسوشیټیډ پریس ته ویلي و، په سوریه کې د بشارالاسد رژیم دفاع لپاره د ایران فاطمیون ډله کې تر ۱۵ زرو زیاتو جنګیدونکو افغانانو له ډلې ۱۰زره بېرته افغانستان ته راستانه شوي دي.

دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب