Post Image

د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوي مشر معصوم ستانکزی وایي، سیاسي مشارکت چې بېلابېل اړخونه لري ښايي ستونزمن بحث وي، خو د هېواد راتلونکي لپاره مهم دی او پکار ده چې د عملي کېدې لپاره په یوه کړنلارې خبرې او مشورې وشي.

نوموړي یادې خبرې د افغان حکومت او طالبانو مرکچي پلاوو غړو په ناسته کې کړې دي.

ښاغلي ستانکزي ویلي، اوسنی جمهوري نظام او اساسي قانون زموږ د وصل نقطه ده، سوله باید تېر ته د ګرځېدو په معنا نه وي، بلکه د بیا جوړونې او اصلاح لپاره  د هڅو په معنا وي:

 افغانستان له تېرو څلوېښتو کالو راهیسې د جنګ قرباني دی او دا جګړه زمونږ جګړه نه، بلکه پر مونږ تپل شوې ده، نور باید ولس له وژنو او کړاوونو څخه وژغورو.

ښاغلي ستانکزي زیاته کړې، افغانستان کې اوس مهال په اقتصادي او اجتماعي برخه کې زیات بدلونونه راغلي او د یو پایداره نظام درلودنکی دی، چې د ټولو حقونه په‌کې خوندي دي، ټولو نړیوالو هېوادنو په رسمیت پېژندلی دی.

د ستانکزي په خبره، د افغانستان اسلامي جمهوریت یوې دایمي سولې ته د رسېدو لپاره ټینګه اراده او عزم لري او دایې په عمل کې ثابته کړې، چې ښه بېلګه یې د  طالب زندانیانو خوشې کېدل وه، هیله مو دا ده، چې دا زندانیان بېرته جګړو ته ستانه نه شي، بلکه د سولې را وستو کې مرسته وکړي، دواړه لوري باید سولې ته د رسیدو لپاره یو مشترک درک ولري:

 زما وړاندیز دا دی چې راتلونکو څو ورځو کې د خپلو مذاکراتو لپاره یوه اجنډا او یا چوکات جوړ کړو او د لومړیتوبونو پر اساس پر یو لړ موضوعاتو باندې توافق ته ورسیږو.
دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب