«افغانستان کې د کرونا دویمې څپې سره د مبارزې په لومړي پړاو کې ۴۰ سلنه واکسین تطبیقیږي»
ولسمشر محمد اشرف غني د نړیوال بانک، د افغانستان لپاره د اسیا پرمختایي بانک، د روغتیا نړیوال سازمان او یونیسف ادارې مسوولینو ته د ویډیويي کنفرانس له لارې وویل، چې د کرونا ویروس دویمې څپې سره مبارزه د افغانستان حکومت له لومړیتوبونو څخه ده او له دوی یې وغوښتل، چې د کرونا واکسین برنامې د تطبیق په لومړي پړاوو کې له افغانستان سره مرسته وکړي.
د نړیوال او اسیا
پراختیایي بانکونو مشران دیادې غوښتنې په منلو وویل، ټاکل شوې د کرونا ویروس دویمې څپې سره د مبارزې
په لومړي پړاوو کې د ۲۰-۴۰ سلنې پورې د واکسین برنامه په افغانستان کې تطبیق شي.
همدارا
ز ولسمشر غني افغان جاپان روغتون ته په اشارې وویل:
«
د افغان-جاپان روغتون
څخه مې چې په کرونا ویروس د اخته خلکو د درملنې اصلی مرکز دی، لیدنه وکړه چې
تراوسه هم طبي تجهیزاتو او امکاناتو ته شدیده اړتیا لري.»
همداراز
یادو مسوولینو د کوویډ ۱۹ واکسین د تمويل په لومړي پړاوو کې د نړیوالې ټولنې د مالي تعهداتو
چې ټاکل شوې د افغانستان حکومت له لورې د نړیوال بانک په مرسته تطبیق شي، خبر ورکړ.