Post Image

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت مسوولین وایي، د کليو بیارغونې او پراختیا  سرپرست وزیر مجیب الرحمن  کریمي کندهار ته د خپل سفر په ترڅ کې د ۵۸،۹۲ ميليونه ډالرو په ارزښت د دهلې له بنده څخه د ۱۱۹ کانالونو د جوړولو چارې پرانستې دي.

یاد کانالونه د اسیا پراختیایي بانک په مرسته د کندهار په ارغنداب، ډنډ، ژیړۍ، شاولي کوټ، دامان، پنجوایي او میوند ولسوالیو کې جوړیږي چې پر مټ به یې ۴۰ زره هکتاره للمي او ۴۶ زره هکتاره شاړې ځمکې ته د منظم اوبه خور سیستم له لارې اوبه ورسېږي، ۱۲۲۱۵ کسانو ته به دایمي کار پیدا شي او ۱،۲ ميلیونه خلک به ترې ګټه اخلي.

د کليو بیارغونې او پراختیا سر پرست وزیر مجیب الرحمن کریمي  پر خپله فیسبوک پانه لیکلي،  د دې پروژو سربیره سږ کال په کندهار کي ۲۴۷ پراختیايي پروژې بشپړې شوي او د ۴۰۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو ۱۳۶ پروژې نورې پیل شوې دي.

 

دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب