Post Image

مخکې له دې چې د کابل ښار په اړه وغږېږو غوره ګڼم، په ځینو مفاهیمو ځان پوه کړو: ښار، دوامداره پراختیا (توسعه پایدار)، د دوامداره پراختیا اصول او داسې نور...

ښار: د خلکو د همېشنۍ اوسېدنې او راټولېدلو ځای ته ویل کېږي.

دوامداره پراختیا (توسعه پایدار): په ۲۰۰۰ میلادي کال کې د دولتونو ترمنځ د عمومي غونډې په لړ کې چې په برلین کې جوړه شوه، دوامداره پراختیا داسې تعریف شوه: د ښاري اوسېدلو د څرنګوالي (کیفیت) لوړوالي په ایکولوژیک، فرهنګي، سیاسي، ودانیز(تاسیساتي)، ټولنیز او اقتصادي برخو کې په داسې حال کې چې په راتلونکو نسلونو باندې هېڅ ډول فشار رانه‌شي چې د طبیعي شتمنيو د کمښت او د محلي انحصاراتو لامل شي.

د دوامداره پراختیا اصول:

۱- له داسې سرچينو څخه ګټه اخیستل چې بیا د کارونې وړ(قابل تجدید) وي، لکه د لمر او باد انرژي؛

۲- له داسې سرچينو څخه کمه  ګټه اخیستل چې د بیا کارونې وړ نه وي، لکه فوسیلې سون توکي؛                                                                                                                                     

۳- راتلونکو نسلونو ته پاملرنه او د هغوی حق په نظرکې نیول؛

۴- چاپیریال ته پاملرنه او د هوا د ککړتيا کموالی؛

په نړۍ کې د دوامداره پراختیا ښه بېلګه د امریکا د نیویارک ښار دی؛ چې د مرکزي پارک په لرلو سره په تاریخ کې لومړنی عصري ښار بلل کېږي.

کابل ښارد انجنیري معیارونو او اصولو له نظره له لاندې ستونزو سره لاس او ګریوان دی:

۱- د غیرپلاني ودانیو جوړول: په کابل ښار کې د امریکا په راتګ سره د ۲۰۰۱ میلادي کال څخه وروسته ۷۰ سلنه څخه تر ۷۵ سلنه پورې ودانۍ غیرپلاني دي، یعنې ښاري ماسټر پلان په نظر کې نه‌دی نیول شوی، مهندسي نورمونو ته پاملرنه نه‌ده شوې، د ودانیو ترمنځ واټن په نظر کې نه‌دی نیول شوی، د جوړښت له نظره د ودانیو پېچلتیا چې د اورلګېدنې او بېړنيو پېښو په وخت کې ستونزې زیږوي، دغه راز د ډیزاین نيمګړتياوې او سړکونو او لوبولارو ته د اوسېدلو او تجاري مراکزو ودانیو نیږدې کېدل هغه څه دي چې تر ډېره يې د ښار جوړښت او ژوند ستونزمن کړی دی.

۲- په چټکتیا او غیرمنظمه توګه په ښارونو کې د خلکو زیاتېدل: د نړیوال سازمان د راپور له مخې په ۱۹۰۰ میلادي کال کې یوازې د نړۍ ۱۰ سلنه خلک په ښارونو کې اوسېدل، خو په ۲۰۰۷ میلادي کال کې د نړی د ښاري خلکو شمېر۵۰ سلنه شو او وړاندوینه کیږي، چې تر کال ۲۰۲۵ میلادی پورې به دا پنځه میلیارده کسانو ته او تر کال ۲۰۵۰ میلادي پورې به دا ۷ میلیارده کسانو ته ورسیږي.

په کابل کې هم دا مسئله رامنځته شوې، خلک د مختلفو عواملو لکه ناامنۍ او جګړې، د کاروبار نه نشتوالی، د معتبرو تعليمي او تحصلي مرکزو نه موجوديت، د ژوند د لومړنيو اسانتياوو کموالی او داسې نورو عواملو په وجه کابل ته راغلل او کابل یې د اوسېدلو ځای غوره کړ، چې دا په خپله د انجنیري معیارونو د ماتېدو سبب شوي. دې ګڼې ګوڼې خلک اړکړي چې په خورا چټکۍ سره د کورونو جوړول پیل کړي، پرته له دې چې ماسټرپلان په پام کې ونیسي، ښاري معیارونو ته پام وکړي، ښاري منظم ترانسپورت په نظر کې ونیسي، چاپیریال ته پاملرنه وکړي. په دې برخه کې د کابل ښاروالۍ، د ښارجوړونې او ځمکو وزارت هم ډېره ناغیړي وکړه، هغه دا چې نه یوازې د خپل سریو ودانیو مخه یې ونه نیوه، بلکې له هغو سره یې جوړجاړی وکړ او د رشوت په تر لاسه کولو یې هغوی ته اجازه ورکړه، چې د شنوساحو د کمښت او د ځمکې لاندې اوبو د ملوثولو سبب وګرځي.

ددې ادارو بله بې غوري، بې مسوولیتي او بې کفایتي دا وه چې په رهبرۍ کې یې مسلکي کسان نه و،څو د ښار لپاره ماسټر پلان جوړکړي، ترڅو ښار د ښاري معیارونو له مخې پراختیا وکړي او يو سالم او ريښتينی ښار را پاتې شي.

۳- د ښاري منظم ترانسپورت نه موجوديت: تنګ سړکونه، د وړ پیاده رونو نه موجوديت، د همیشنۍ او موقتي موټر تمځایونو نشتوالی، د څلورلارو د ډیزاین ستونزې، ترافیکي ګڼه ګوڼه، د منظم عامه ترانسپورت نشتوالی، د عصري ترانسپورتي سیستمونو نه لرل، لکه BRT(Bus Rapid Transit) ، RRT(Rail Rapid Transit) او د منظمې ترانسپورتي شبکې نه موجوديت او داسې نور.

۴- د ښاري منظم کانالیزاسيون سیستم نشتوالی: اوس هم د کابل ډېری کورنۍ د څښلو پاکو او وړ اوبو ته لاس‌رسی نه‌لري.

۵- د منظمي تولیدي برېښنا نه موجوديت: ډېری د کابل اوسېدونکي برېښنا نه‌لري، تراوسه مو برېښنا خپله نده او وارداتي برېښنا کاروو، چې سويچ یې د نورو هېوادونو په لاس کې دی هروخت چې وغواړي، پرې کولای يې شي.

۶- د ضایع شویو توکو نه مدیریت کېدل: هغه توکي چې ضایع شي، بیا يې نشو کارولای او د تل لپاره یې غورځوو، په داسې حال کې چې د ټکنالوژۍ پرمټ له هغو څخه بیا ګټه اخیستی شو. که دا کار تر سره شي، نو د چاپیریال له ککړېدو څخه هم مخنیوی کیږي.

۷- د پارکونو، شنو ساحو او تفریحي ځایونو کموالی: شنې ساحې هم ښارونه ښایسته کوي، هم هوا تصفیه کوي او هم د انسانانو لپاره د کافي اکسیجن د تولید سبب ګرځي.

د حل لاري:

۱- د يوې داسې ادارې جوړول، چې تر ټولو لومړی يوه منظم او سالم ښار ته لومړيتوب ورکړي.

۲- په مسلکي او اړوند ادارو لکه ښاروالۍ ، ښار جوړونې او ځمکو وزارت کې د متخصصو او مسلکي کسانو جذب او ګمارنه.

۳- په ماسټرپلان باندې کار کول او د کابل اوسېدونکو ته د پلان پوهاوی، ترڅو خپله پانګونه د پلان مطابق تر سره کړي.

۴- د مسسوولو ادارو همغږي له نورو اړوندو ادارو لکه ترانسپورت وزارت، اوبو او انرژۍ اداره او چاپیریال ساتنې اداره

۵- د دولت له خوا کافي بودجه تخصیصیدل نوموړو ادارو ته

۶- د ننني عصر اړوند عامه ترانسپورت رامنځته کول، ترڅو د ترافیکي ګڼې ګوڼې څخه مخنیوی وشي اود شخصي موټرو شمېر را کم شي؛

دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب