Post Image

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د هندوستان لومړی وزیر نرېندرا مودي سیاسي لیدلوری، ترکیې او هندوستان لپاره د دوی وېژن او په ټوله کې نړۍ لید یو بل سره په زړه پورې شباهتونه لري.

دواړه ملتپال محافظه کاران دي، چې دین یې د نشنلېزم په خدمت کې استخدام کړی او د خپلو سیاسي موخو لپاره یې د تېر تاریخ مسخه کړی دی.

تېره میاشت په ترکیه کې د محکمې د پرېکړې وروسته اردوغان په یو تاریخي اقدام کې د آیا سوفیا موزیم  بېرته عبادت ته پرانیست. پدې ډول دا تاریخي ودانۍ چې ۹۲۱ کاله یې د کلیسا، ۴۸۲ کاله یې د مسجد او ۸۶ کاله یې د موزیم په توګه خدمت کړی؛ یو ځل بیا مسجد شو او اردوغان په کې د جمعې لمونځ ادا کړ. کټ مټ لکه عثماني پادشاه فاتح سلطان محمد ثاني چې د استانبول تر نیولو وروسته د فتحې په خوشالۍ کې د آیا سوفیا په کلیسا کې د جمعې لمونځ ادا کړی و.

په هند کې بیا څو میاشتې وړاندې سترې محکمې پرېکړه وکړه، چې ددې هېواد د اتارپرادش د ایالت د آیودیا په ښار کې د بابري تاریخي مسجد پر ځای دې د رام مندر جوړ شي. د آیاسوفیا د مسجد کېدلو په شپو ورځو کې د روان میلادي کال د آګست په ۵مه نېټه د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي سیمې ته په خپل سفر کې د بابري مسجد پر پاتې شونو باندې یې د رام مندر د بنسټ ډبره کېښودله، دا یې د هند په تاریخ کې لویه لاسته راوړنه وبلله. تېر کال دقیقاً په همدې ورځ د مودي حکومت د مسلمان مېشتې جامو – کشمیر سیمې ځانګړي حقونه لغوه کړل او دا خودمختاره ایالت یې مستقیماً د ډیلي تر ولکې لاندې راوست. البته دا یو تصادف نه، بلکې په هند کې د مسلمانو لږه کیو پر وړاندې د مودي د سیاست یو بل تظاهر و.

د آیاسوفیا له تاریخي کلیسا څخه مسجد جوړول او د بابري تاریخي مسجد څخه د هندوانو د معبد جوړول په حقیقت کې د اردوغان او مودي د سیاستونو او لیدلوري د شباهتونو په زړه پورې بېلګې دي، خو اصلي مسئله د دوی لخوا د خپلو هېوادونو د تاریخ سره د تصفیه حساب نښه ده.

په اصل کې د تاریخ په اوږدو کې هر نشنلسېت – پاپولیست سیاسي غورځنګ د خپلو کړنو او سیاستونو د توجېه او مشروعیت لپاره د خپل تېر تاریخ مسخه کولو او بیا تفسیر ته اړتیا لري. د دوی لپاره تاریخ په دوو برخو ویشل کېږي، یو هغه تاریخ چې د تاریخپوهنې د اصولو پر اساس د متخصصو تاریخپوهانو لخوا لیکل شوی او بل هغه فرمایشي تاریخ چې د اردوغان او مودي په څېر سیاستوال یې د خپلو سیاستونو د مشروعیت لپاره ایجادوي او په پراختیا کې یې مرسته کوي. د ښونځیو د تاریخ د کتابونو پاڼې د دویم ډول مصنوعي تاریخ په چټیاتو ډکې دي.

 د مودي تر واک لاندې هند کې د هېواد د تاریخ په اړه عام ذهنیت دا دی چې مسلمانانو او بیا انګرېزانو د هند او هندو فرهنګ د لمنځه وړلو او پر هندوانو د ظلم کولو دوره تېره کړې ده. اوس یې وخت راغلی چې د «هندوتوا» د تفکر پر اساس هندوستان بېرته هندوانو ته وسپارل شي او په اصطلاح بهرنی «مسلمان یا انګرېز» فرهنګ منسوخ شي. په هند کې د سیمو د اسلامي نومونو د لغوه کولو څخه نیولې د بابري مسجد پر ځای د رام مندر تر جوړولو پورې ټول اقدامات د تاریخ په اړه د همدې ذهنیت محصول دی. حال دا چې د تاریخپوهې رومیلا تاپار «Romila Thapar» په وینا تر مسلمانانو  مخکې هم د هندوانو او بودایانو ترمنځ ورته نښتې شوې دي. د یو بل پر دیني مکانونو او عبادتځایونو باندې د بریدونو اصلي هدف د شتمنۍ ترلاسه کول وو او دیني صبغه یې نه درلودله. له تاریخ سره دا ډول کلي او سطحي چلند د مودي په څېر د نشنلستو- پاپولیستو سیاستوالو کار دی.

د اردوغان د ترکیې حالت هم دې ته ورته دی. اردوغان هڅه کوي چې نږدې سل کاله مخکې د مصطفی کمال اتاترک لخوا د ترکیې د جمهوریت له تاسیس څخه نيولې تر ننه پورې پر دغه سل کلن میراث سترګې پټې کړي او مخامخ هغه ترکي نشنلېزم ته مراجعه وکړي، چې عثمانیانو په میراث پرې ایښی دی. البته سل کاله وړاندې کمال اتاترک هم د جمهوریت د تاسیس په ایډیولوژۍ کې فرمایشي تاریخ ایجاد کړی و. اتاترک عثماني تاریخ منتفي کړ او پر ځای یې د منځنۍ آسیا له غرونو او ورشوګانو څخه د اروپا پر لور د ترکانو لخوا د «مدنیت د انتقال» خیالي  پروژه پروموټ کړې وه. اردوغان هم د عثمانیانو د هغه حقیقي تاریخ سره چې په کتابونو کې دی سروکار نه لري؛ بلکې هغه فرمایشي تاریخ غواړي، چې مثلاً د قیام یا حرم سلطان په سریالونو کې یې موږ ګورو.

د امپریالېزم پر وړاندې د مبارزې او د دواړو هېوادونو د خپلواکۍ د اخیستلو په بهیر کې د نشنلېزم رول مهم دی. په ترکیه کې د عثماني امپراتورۍ به وروستیو کلونو کې د وسله وال پوځ یو شمېر افسرانو، روشنفکرانو، لوړپوړو دولتي او ترکي نشنلستانو د لومړۍ نړیوالې جګړې په درشل کې د انګرېزانو پر وړاندې د مبارزې په موخه د «قوای میلیه» غورځنګ جوړ کړ، چې اتاترک یې کوچنی غړی و. همدې غورځنګ د اوسنۍ سیکولرې ترکیې بنسټ کېښود. په هند کې د مهاتما ګاندي او جواهرلال نهرو په څېر د یو شمېر سیاستوالو په محور کې  د کانګرس غورځنګ تر خپلواکۍ وروسته د سیکولر هند بنسټ کېښود.

اردوغان او مودي دواړه هڅه کوي، چې د ترکیې او هندوستان هغه سیاسي سیستم چې د سیکولاریزم پر ارزښتونو ولاړ دی، ونړوي او پر ځای یې هغه نشنلست سیستم چې دین یې خپلو سیاسي ګټو ته استخدام کړی دی، جوړ کړي.

همدا راز دواړه مشران د خپلو ورځنیو کړنو او سیاسي تصامیو د مشروعیت او توجېه لپاره د خپلو ټولنو تاریخ مسخه او د خپلو ګټو په محور کې یې بیاځلي تفسیروي. شاید په لنډمهاله موده کې د دوی د سیاسي موخو لپاره ګټور غوندې کار ښکاره شي خو په اوږدمهال کې د ترکیې او هندوستان دواړو ټولنو، حتا د سیمې او نړۍ لپاره خطرناکې پایلې ولري.

باید په یاد ولرو چې په اروپا او نړۍ کې د هېټلر او موسولیني په څېر یو شمېر سياسي رهبرانو هم د فرمایشي تاریخ، نشنلېزم او دین په څېر ابزار د خپلو سیاستونو د مشروعیت لپاره استخدام کړي و چې پایلې ټولو ته معلومې دي.

د افغانستان اخوانیانو او د اردوغان دو آتشه پلویانو د آیا سوفیا پر مسجد بې درېغه خوشالي څرګنده کړه، خو برعکس د بابري مسجد د ځمکې پر سر د هندوانو د رام مندر په جوړولو باندې سخت په غوسه وو. که چېرې مسئلې ته ژور نظر وکړو، زموږ د اخوانیانو دا ډول متناقض او دوه مخی دریځ د تأمل وړ دی، ځکه دواړو لیډرانو د فرمایشي تاریخ او دین څخه په ګټې اخیستلو خپلو کړنو ته مشروعیت ورکوي.

پدې حساب د سیاسي او اخلاقي پلوه د اردوغان ملاتړ کوونکي باید د مودي ملاتړ کوونکي هم وي، ځکه  د دواړو مشرانو د سیاست ابزار سره ورته دي. داسې نه‌شي کېدلای چې اردوغان دې ښه وي او مودي دې بد وي.

دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب